
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۱مه) د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت، ۶۱۱ زندانیان خوشې کړي دي.
ترکمنستان کې رسنیو خبر ورکړی، چې دا کسانیې د "شب قدر" د درناوي لپاره خوشې کړي دي.
له دې وړاندې هم د ترکمنستان بل ولسمشر سفر مراد نیازوف هم د روژې په درناوي د بخښنې ورته فرمانونه خپاره کړي دي.