
دافغانستان ادبی انجمن اونيزه غونډه د چهارشنبي په ورځ ١٣٨٩ هـ ل کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٣ نيټه چې د ٢٠١٠ م کال د جولاى د مياشتې ١٤ نيټې سره برابره وه د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې جوړه شوه .
د غونډې رياست ښاغلې سردار نبي شجاع ځاځې کولو او مشر ميلمه ښاغلې شاکرصاحب ؤ
غونډه دقاري شکرالله مخلص له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه
د ستيژ چارې ښاغلې ډاکترعطاء الرحمن فطرت پر مخ بيولې
د غونډي پيل کې د تيرې غونډي ګذارش ښاغلې محب الربي ګران واوراوه چې ټولو حاضرينو ډير خوښ کړ اودلا ښه کولو په خاطريي ورته ځينې لازمي مشوري ورکړې.
ورپسې ازاده غيرطرحې مشاعره وشوه چې دغو ښاغلو په کې خپل شعرونه واورول سيد صلاح الدين ، ذاکر ، محمد خالد، عبدالظاهر اميري ، محب الربي ګران، تحسين الله تحسين ،ډاکترعطاء الرحمن فطرت ، شکرالله مخلص ، شاکر او د غونډي رئيس ښاغلې سردار نبي شجاع ځاځې .
همدا رنګه په تيره غونډه کې اعلان شوي ټاکني يو ځل بيا وځنډول شوې او پريکړه وشوه چې راتلونکې چهارشنبه چې د چنګاښ د مياشتې ٣٠ سره برابره ده د انجمن د رئيس او مرستيال لپاره ټاکنې کيږي له ټولو اديبانو او شاعرانو څخه هيله کيږي چې په دي غونډه کې ګډون وکړي . غونډه به د مازيګر په څلور بجو پيل کيږي .
غونډه د ماښام د لمانځه مخکي د دوزي عصريي له خوړلو وروسته د ښاغلې شکرالله مخلص له خوا په دعاء سره پاى ته ورسيده
راپور ليکونکي
محب الربي ګران