
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۱مه) ولسمشر محمداشرف غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ په دغه هېواد کې د میشتو افغان سوداګرو سره لیدلي دي.
د سوداګرو پر استازیتوب عزیزالله او ظریف فقیري پر اقتصادي مسائلو او سوداګرو ته د ولسمشر پر پاملرنې خبرې کړې دي.
دوی ویلي، د پاکستان د کراچۍ بندر او د ایران د عباس بندر له لارې افغانستان ته صادرات د وخت او قیمت له پلوه ګران تمامېږي او له جمهوررئیس څخه یې د بدیلو او ارزانه لارو د موندلو او پرانیستلو غوښتنه وکړه.
افغان سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ یو لوی سهامي شرکت جوړ کړي ترڅو په لویه پیمانه د افغانستان صادراتي اقلام چین ته وارد کړي.
سوداګرو چین ته د ازبکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې د پنبې او میوې د صادراتو په مخ کې د پرتو خنډونو یادونه هم وکړه.
ولسمشر غني په دې ناسته کې وویل، د ازبکستان له لارې د انتقالاتو ستونزه تر ډېره حل شوې ده او ترمز ښار کې د افغاني توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز په جوړیدو به دا ستونزه بیخي حل شي.