د جاپان اوبو ته نېږدې امریکایۍ جيټ الوتکه لوېدلې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۱مه) په جاپان کې رسنیو خبر ورکړی، چې یوه اف۱۵ جنګي جيټ الوتکه د اوکیناوا سواحلو ته نږدې د جاپان په جنوب کې لوېدلې ده.
 
ویل شوي، دغه الوتکه په هوايي مانورونو بوخته وه، چې نسکوره شوې ده.
 
معلوماتو له مخې، تر اوسه ددغه الوتکې پاتيشوني نه دي پیدا شوي او نه یې هم په اړه نور معلومات خپاره شوي دي.
 
 ددغې الوتکې پيلوټ له ایمني څوکۍ سره له الوتکې وتلی دی، خو تر اوسه نه دی موندل شوی.
 
خبرونه ښيي، دغه الوتکه په اوکیناوا کې په کادینا نظامي اډه پورې اړونده وه.