
د وحدت ورځپاڼې په 129 ګڼه کې مي چې د چنګاښ د مياشتې 12 نيټې سره برابره وه يو خوشحالونکي عنوان ترسترګو شو چې د ټغرو د دووه قومونو ترمنځ څلويښت کلنه لانجه د شريعت سره سمه حل اوفصل شوه ، لانجه د يو تن د دريو غاښونو د ايستلو په سر پيښه شوي وه .
په دي ورستيو کي د ټغرو دواړو لوريو حاجي صيب مونجي ته اختيار ورکړې وو او هغه درانده مشرانو هر يو جاجي عبدالجبار بابکر خيل او حاجي صيب بهرام خان ته د مرکې او فيصلې واک ورکر ,. دغو دوه مسلمانو په دين مينو پښتنو په جرګه کې د ښځو د ورکولوله پخواني دود څخه ډډه وکړه او په فيصله کې يي د شرعي ديت په توګه اوښان کيښودل چې فيصله دواړو اړخونو به ډيره خوښۍ سره ومنله . حاجي عبدالجبار او حاجي بهرام خان وويل: چې ټولو احمدزيو قومونو اونورو پښتنو ته خواست دى چې نور په جرګو کې د ښځو ورکول بند کړې ځکه چې دا دشريعت خلاف يو ظالمانه عمل دى او له دي وروسته به هڅه کوو چې ټولې فيصلې دشريعت سره سمي وکړاى شي چې په دي کې ددواړو جهانونو خير دي.
تبصره:
انساني ټولنه هيڅکله له لويو او وړو پيښو تشه نه وي، لومړى خو هر سړى بايد کوښښ وکړي چي د لانجي عامل نه شي، کړکيچ رامنځ ته نه کړي، په خپلو حقوقو قناعت او بسوالي وکړي، د بل په حق تيرى ونه کړي، خو ددي ټول هرڅه سره بيا هم انسان انسان دى سهو، اشتباه ، تيروتنه اوغلطی تري کيدای شی نو بايد چې نور مسلمانان يې د حل درسته لار ورته وسنجوي اودشخړي د کمولو او تخفيف کولو کوښښ وکړي، نه چې لانجه په لانجه او نورو ډيرو لانجو واوړي . مونږ کله ناکله داسي احساساتي شو غواړو چې د تيري کوونکې لپاره داسي جزا ګانې وټاکل شي چې ټولې کورنۍ او حتى قوم ته يې هم جزا وي ټاکې چې په دي سلسله کې د پښتنو يو دود او دستور ؤ چې چابه مړى وکړ، يا به يې دچا کوم غړې تلف کړاو يا به يې د چا خور او لور وتښتوله نو دنوري جزا تر څنګ به يې د هغې د کورنۍ ښځې په بدو کې ورکولې . جرګه مارو او مرکچيانو به دا فيصله وکوله ان تردي چې کله خو به يې په وروڼي کې تى رودونکې ماشومه نجلۍ هم په بدو کي ورکوله او کله کله داسي هم شوي چي خپله کونډه تى رودونکي ماشوم هلک ته په نامه شوي چې دا زمونږ کونډه ده ته به وايې چې په بازار کې يې د څاروي يا بلې متاع په څير اخيستې چې څه ورباندي کوي کولاى شي د هغې انساني حق له سره په نظر کې نه نيول کيږي چې بيا له دي نه ډيري فتني راولاړيدلې چي دغه نجلۍ اوهلک به چی کله لوى شو ل نويا به پدی واده طبعا خوښ نه ووڅو ورځې موقتې غلې شوې لانجه به په بله بدرنګه لانجه واوښته، ځکه د ظلم انجام تياره وي له خير او برکت نه خالي وي، يابه چې يو تن ميراث شو لورګانې يې هم د ميراث د مال په شکل تقسيميدې چې له دي کبله هم ګڼې لانجې پيښيږي ، دا واقعات هر هغه څوک ښه درک کولاى شي چې هلته فيصلې په دي شکل روانې وي. دا يو تريخ واقعيت دى چي بايد ويې وايوچې زمونږ ډير خوله ور، شمله ور، سپين روبې مشران به ناست ؤ او داسې فيصلې به يې کولي چې نه يې انسانيت ته ګټه وه او نه دين ته. مرکچيانو به خپلې لونګۍ واخيستي ، پسونه به يي ووهل او پاڅيدل به ، نورې لانجې به پاتې ش
وي د لانجو دواړه اړخونه به په تلپاتې وير غم او خفګان کې پاتې شول چې چا به ورته وويل: دا ولى؟ ويل به يې مرکې او جرګې فيصله کړى ده ،( البته هغه کسان چې په شريعت يې فيصلې نه کولې )چې په دي لړ کې به ډير انسانان په ځانګړې توګه حيادارې ، بې ژبې تورسرې زنانه سوځيدلې او کړيدلې.
غربيانو او د ډيموکراسۍ ډنډورچيانو ته به هم موقع په لاس ورغله او وايې: چې دادى په اسلام او پښتنو کې په ښځو ظلم کيږي تردي چې احساساتي بې علمه او ددين څخه بي خبره ښځې به يې تير ايستلې د يو ظلم نه به يې راوويستلې په بل ظلم به ېې واړولې . دکورنۍ دروند ماحول به يې ورته سور اور کړ، ښځې يې د خپلو خاوندانو په مقابل کې بغاوت ته وهڅولې ، اسلام چې د عدل او انصاف الهي دين دى او الله جل جلاله دانسان خالق ، مالک او پالونکې دې د هرڅه لپاره يې داسي قانون او نظام راليږلې دى چې د انسان دنيوي او اخروي عزت پکې نغښتې دى، اسلام د ظلم حل په ظلم نه غواړي، د بې عدالتۍ مخه په بې
عدالتۍ نه نيسي، نومسلمانانو ته او په ځانګړې توګه مونږ پښتنو ته په کارده چې د اسلام په اساس د شريعت له مخې فيصلې وکړو.
دغه دوه مشرانو چې په پښتنو غږ کړې چې راځئ نور په ښځو دا ظلم بند کړو چې په بدو کې ورکول کيږي ظلم يې ورور پلار تره يا د تره زوى کړې وي جزا يي دا بي چاره غريبه ګالې دا کوم انصاف دى؟!
او هم يې زياته کړي چې له دي وروسته به د پښتنو هغه دود او دستور چې له شريعت نه مخالف وي نه منو او په شريعت به فيصلې کوو چې په هغې کې د دواړو جهانونو خير دى.
دا داسلامي بصيرت فيصله ده ، دا دايماندارۍ پريکړه ده ، دا دجهاد او هجرت له بر کتونو څخه دي چې نن مونږ ددين په ډيرو مسائلو پوه شو او نن په جرئت سره غږ پورته کوو چې مونږ د الله بندګان يو د هغه فيصلې به منو خپل مسائل به د حل لپاره د الله تعالى سپيڅلې قانون او د هغه د محبوب پيغمبر رسول الله صلى الله عليه وسلم راوړې شريعت ته وروړو.
دافغانستان اسلامي فرهنګې مرکزچې داسلامي ارزښتونو او اسلامي کلتور د ودې پرمختګ او شيرازۍ په خاطر جوړ او لګيا دې هلې ځلې کوي ددي پريکړې کلک ملاتړ کوي ددرې واړو مشرانو هر يو حاجي عبدالجبار بابکرخيل او حاجي صاحب بهرام خان او حاجې صيب مونجې ته په دې فيصله د زړه له کومې مبارکې وايې.
مونږ د اسلامي شريعت د احياء او راژوندې کولو دا لوى اقدام ستر جهاد بولو اود ټغرو قوم په دې لانجه کې د ښکيلو دواړو ډلو ته هم په دې ديني فيصله د راضې کيدو مبارکې وايواو د ټولو پښتنو وياړلو او سرلوړو ولسونو ته وايو چې لکه څرنګه چې مونږ د الله يو، زمونږ مال اولاد هر څه هم د الله دي ، عزت او ذلت د الله سره دې نو خپلې فيصلې به هم د الله په قانون کوو ترڅو په دنيا کې د عدل په فيصلو مو زړونه روغ ، مصيبتونه مو کم او ختم شي او آخرت کې الله تعالى ته په سپين مخ ودريږو تر څو جنت فردوس مو نصيب شي او ټولنه مو د بدبختيو او کړاوونو نه پاکه شي . والسلام
د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز - پيښور