
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۰مه) د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لومړي ځل لیدنې لپاره، سینګاپور ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ده نوموړی به د سنټ رجیس هوټل ته لاړ شي.
کېم سینګاپور ته په رسېدو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
د راپورنو له مخې، دا لومړی ځل دی چې کیم جونګ اون سینګاپور ته سفر کوي څو له ټرمپ سره پر مهمو مسایلو خبرې اترې وکړي.