ایران سفیر: پومپیو ګمان کوي چې ټول هېوادونه به له واشنګټن امر اخلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۰مه) برتانیه کې د ایران سفیر حمید بعیدي نژاد ویلي، امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو فکر کوي چې ټول هېوادونه به له واشنګټن امر اخلي، خو دا د هغه ناسم ګمان دی.

له دې وړاندې پومپیو ویلي و، موږ له ټولو هېوادونو د ایران پر وړاندې مرسته غواړو تر څو اقتصادي بندیزونه پرې سخت او فشار پرې راوړي.
 
ښاغلي بعیدي نژاد ویلي چې ټول هېوادونه نړیوال قانون ته درناوی لري.
 
د هغه په خبره، امریکا چې څه وایي د نړیوال قانون سره بشپړ مخالف دي.
 
نوموړي زیاته کړې، که چیرته نړیوال قانون پلی شي نو امریکا به د امنیت شورا وغندي او د سزا وړ به یې وبولي، خو توپیر په دې کې دی چې هېوادونه دې د امریکا امر ته غاړه نه ږدي.