اوکراین؛ په افغانستان کې خپل نظامي حضور زیاتوي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۰مه) تازه د اوکراین ددفاع وزیر سټیفن پلوتارک ویلي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د بریا لپاره په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور زیاتوي.
 
ویل شوي، چې اوکراین له یولسو کلونو راهیسې له ناټو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مرسته کوي او دغه موده به نوره هم وغځول شي.
 
د ښاغلي پلوتارک په خبره، اوکرایني ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکوي.
 
هغه یادې څرګندونې د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې وروسته کړې دي او وایي هیله لري، ناټو وکړی شي په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد روانه مبارزه بریالۍ کړې.