غزل

ليڅي خالی دی بنګړی نه په لاس کـــــوم جانانه
په و طن جنګ دي د غازيانــــــو سره ځم جانانه
دا خړه ځمکه شين اسمان دې نن په ما شاهد وی
د ازآدۍ جــــــنډي بـــــــه جګــــــــه دروم جانانه
زه هم په کــــــور کې د ملالی پيدا شوی يمه
په يوه ټپه په خپلواکی درله راوړم جاجانه
چاچه زما پاک د حيا پړونی څيری کړ لی
د هغه کور به په سره اور کی ور سوځم جانانه
زه به د خپل لالـــــــــي بدل د دی غليم نه اخلم
ژوندی ئي نيسم پر هر بند ئي پريکوم جانانه
ئي ( ځلبلانده ) که دا جنګ کی می بری نصيب شو
د پيزوان غوندی دی پر شنډو ځړوم جانانه
 نورعلی شاه ځلبلاند
سوئيلی پښتونخوا د چمن ښار