ولسمشر غني او حسن روحاني په چین کې سره لیدلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۹مه) له ارګه څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، ولسمشر غني نن له ماسپښینه وروسته د چین په چینګداو ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره کتلي .
 
ویل شوي، چې دواړو غاړو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
 
د یادې خبرپاڼې له مخې، دوی د نړیوال تروریزم او د نشه ‌يي توکو له قاچاق سره په ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
 
دواړو ولسمشرانو د افغانستان او ایران تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې مثبتې وارزولې او په اقتصادي برخه کې یې د لازیاتو همکاریو په دوام ټینګار کړی دی.
 
د یادونې ده چې د ایران حکومت ژمنه کړې چې په یاد هېواد کې بندي ۵۰۰ افغانان به افغان حکومت ته وسپاري.