افغانانو پام وکړی!!!

حقګوی
څو ورځې مخکې مې په ويب سايټونو کې دامرېکې د سی پلان ترسرلیک لاندې یو مضمون ولوست چې ډېر حقیقت ته نږدې وو هغه مضمون کې راغلی وو چې دامریکې سی پلان به د جنرال پیتریوس له خوا په افغانستان کې پلی کیږی ځکه مخکې همدغه پلان په عراق کې دده له خوا رهبری شو او ښه نتیجه یې ورکړه . دسی پلان په هکله ویل شوی وو چې محتوایې داسې ده : چې یو هیوادوال دبل هیوادوال پروړاندې وجنګوی . په عراق کې یې شیعه دسنی پر ضد وجنګاوه خو افغانستان کې پلان بل ډول دی هغه داچې پښتون دتاجیک ، هزاره او اوزبک په وړاندې وجنګوی دغه راز دافغان دولت په مخالفینو کې پرنفو‌ذ سره یاهم دمصنوعی مخالفینو په جوړیدو سره طالب دحزب اسلامی په وړاندې او بلعکس وجنګوی. په عراق کې دسی پلان له مخې غټې چاودنې په زیارتونو کې او مزدحمو ځایونو کې وشوې بیا سنی ډله یا هم شیعه ډله ګرمه وبلل شوه او بیا وروسته ددی ډلو ترمنځ جګړې رامېنځته شوې. په افغانستان کې هم دسی پلان لمړني څرکونه راڅرګند شوی. دلته هم دقومی مشرانو وژل او دطالبانو او حزب اسلامی په مېنځکې مرموزې وژنې پیل شوی دی . په بغلان ولایت کې دحزب او طالبانو ترمنځ ښې جګړې وشوې او مرادعلی مراد د ځمکنیو قواوو قوماندان وویل چی دحزب اسلامی غړی موږ ته دطالبانو په هکله استخبارتی معلومات راکوی . دغه راز دمیدان و ردګو ولایت دنرخ په ولسوالی کې دحزب اوطالبانو ترمنځ جګړې ونه شوې بلکې جوړې شوې او هم یو شمېر کسان دمخصوصو ډلو له خوا ووژل شول یا ونیو ل شول او ییا پړه یې په بل مخالف واچول شوه. دافغانستان په دولتی برخه کې هم هزاره ګانو خپلې خاصی مشورې پیل کړی او یوې سترې برخی یې له دولت سره بایکات اعلان کړی، دوستم لا له پخوانه نیغ ناست دی او وایې چې ناټو دې ماته واک راکړې زه په کمه موده کې دمخالفینو ټغر ټولوم. دغه راز په وروستیو کې په هندوستان کې دامرېکې پخوانی سفیر رابرت بلک بل ویلی چې افغانستان باید دوه نیمایی شی ، جنوب یې یو اوشمال یې بل شی ده وړاندېزکړی چې دامریکایې پوځونو دتلفاتو دکمولو لپاره باید افغانستان دوه نیمایی شی او افغانان دې پریښودل شی چې خپل مینځ کې جګړې سره وکړی. په همدې ډول پیتروس او ناټو په یوه بل غټ پلان کار کوی چې هغه داربکی جوړونې او ملیشه جوړونې پروګرام دی چې له دې لارې هم غواړی ځانونه له مړینې وساتی او افغانان یو له بل سره وجنګوی .
له دې ټولو سره سره اوس دپیترویو س ځایناستی په منځنی ختیځ کې داسې کس شو چې وایی دافغانانو له وژلو خوند اخلی جنرال ماتیس څوکاله مخکې رسنیو ته ویلی وو چې دافغانانو له وژنو خوند اخلی او دلیل یې هم داویلی وو چې دې خلکو پنځه کاله دده په اند ښځې په څادری کې نغاړلې وی او ددوی پرمخ یې څپېړې وهلې .
په هرصورت ناټو او امریکې او س ځکه دغو اقداماتو ته لاس اچولی چې دافغان په جګړه کې له ماتې سره مخامخ شول او س دځان دخوندی ایستلو او دخټو پوزې جوړلو لپاره په نویو پلانونو کار کوی اوددغو پلانونو مهمه برخه یې هم دافغانانو په خپل مېنځکې جنګول دی.
خو پام کوی افغانانو! تاسو دخپل منځې جګړو خوند پخوا څکلې دی تاسو کلونه کلونه په خپلو مېنځو کې دهمدغو بهرنیانو په واسطه وجنګېدلی ستاسو کورنه وران شول او اولادونه مو له مېنځه ولاړل هغه دردونه چې تاسو له دې کبله ګاللی ساری یې لږ لیدل کیږی پام کوی چې کله هم یو دبل سره ونه جنګېږی . ددین امر هم همدا دی چې مسلمان دمسلمان په وړاندې کله هم باید ونه جنګېږی که دښمن هرڅو دسیېسې جوړوې یوه ډله اوبله ډله سره اچوی تاسو هوښیار اوسی . که چېری ډلیزې وژنې کېږی او یا دیوې ډلې مشر او مهم کس وژل کیږی بیا پر بلې ډلې اچول کیږی او تور پرې لګېږی بیاهم باید پام وشی او کله هم مسلمان دمسلمان په وړاندې باید ونه جنګېږی چې خدای مکړه هم به مو دنیا خرابه وی اوهم اخرت . افغانانو هوښیار شی او بیدار شی ستاسو په وړاندې غټې دسیسې دجوړېدو په حال کې دی خو تاسو هغه ډول چې په تاریخ کې غټو غټو ښکېلاګرو او دین دښمنو ته ماتې ورکړې باید ددوی په نویو چالونو هم ونه غولیږی او داسې مات او شرمنده یې کړی چې تاریخ ته لوی درس وی . ستاسو ځواک او غیرت یواځې او یواځې دخاوری او دین ددښمن په وړاندې باید وکارول شی نه په خپلو مېنځو کې سره له دی چې دښمن اوس دومره درزونه درکې اچولی چې یو کیده مو دخدای په لاس دی خو یو کار کولای شی چې یو پر بل به توره نه اوچتوی .
خپل پام ښکاره دښمن ته کړی او مه يې پرېږدی چې تاسو استعمال کړی . او که بیاهم خرڅ شوی یوشمېر ستاسو خپل کسان ستاسو په وړاندې راتلل لکه دتاریخ شاه شجاع ګان او کمونیستان او ... نو دخپل دین او مشرانو په امر به هغه څه کوی چې دین یې امر کوی خو زما خواست دادی چې خدای مکړه په دسیسو کې راګیر نه شی او یو پر بل استعمال نه شی . له رب نه درته پناه او بری غواړم.