
اوربند، د دايمي اور د بندولو زمينه
حکومت، طالب او ولس ته د اوربند ګټې
په داسې حال کې چې د افغانستان د ولس او حکومت دښمنانو په ټول هېواد کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی؛ ولسمشر غني د تېرې پنجشنبې په ورځ د موقت اوربند اعلان وکړ. ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷څخه د کوچني اختر تر ۵پورې په ټول هیواد کې اوربند اعلان کړ.دا اوربند یوازې طالبانو ته اعلان شوی دی، داعش او القاعده پکې نه شاملېږي.ولسمشر وايي، افغان امنیتي ځواکونه به د داعش او القاعده پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
په ورته مهال امريکا هم ويلي چې د ولسمشر غني له لوري اعلان شوی اوربند به رعایت کړي. ملګروملتو او بريتانيا هم د افغانستان د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی. هاخوا وسله والو طالبانو هم په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې يواځې د اختر په ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند کوي. طالبانو په یو خپور شوي بیان کې ویلي، چې د اختر په لومړۍ، دویمه او دریمه ورځ به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد یرغلیز عملیات ترسره نه کړي، خو د بهرنیو ځواکونو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
اوربند ولې مهم دی؟
افغانستان يو جنګ ځپلی هيواد دی، لسيزو جګړو له افغان ولس قرباني اخيستلی ده، دا ولس د سولې او ارامۍ تږی دی، ولس د روانو جګړو په هر پړاو کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده خو له بده مرغه چې د ولس دا غوښتنه د جګړو د ښکېلو لورو په ځانګړې توګه د وسله والو مخالفانو لخوا ناديده نيول شوې او د روژې، اختر او نورو مبارکو ورځو کې هم زمونږ عام ولس د جګړې قرباني شوی دی. اوس چې د حکومت او طالبانو دواړو له لوري په اوربند هوکړه شوې نو د ولس لپاره نيک اقدام کېدلی شي او په ټوله کې څلور عمده ګټې لري.
په افغانستان کې د امريکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د جنګي ستراتيژۍ د اعلان سره اوس طالبانو دا هيله نه درلوده چې ګنې ولسمشر غني دې د اوربند اعلان وکړي او بيا دې امريکا هم د اوربند موافقه اوسي. اوس چې طالب د غني د اوربند لپاره ځواب په يوې ورځې ځنډ سره ورکړ، دليل يې همدا دی چې دغه ډله په دې بوخته وه چې څنګه د حکومت د اوربند پرېکړه وننګوي او څنګه وکولی شي دوباره په ولس کې خپل له منځه تلونکی حيثيت وساتي. په همدې خاطر وسله وال طالبانو هم د ولسمشر غني د اوربند هرکلی کړی دی.