د چین نظامي شبکو تر هک کولو وروسته د FBI عملیات پیل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۹مه) امریکايي رسنیو لیکلي، چې د متحده ایالتونو فدرالي پولیسو له هغه وروسته پلټنې پیل کړې چې د چین حکومت د دغه هېواد د سمندري ځواکونو قراردادي کمپنۍ هېک کړه.
 
هلته واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، په غلا شوو معلوماتو کې له غږ د چټک توغندي د پروژې پلانونه هم شامل دي.
 
ویل شوي، هېکرانو هغه قراردادي په نښه کړی چې د امریکا له داسې پوځي ادارې سره یې کار کاوه چې د اوبتلونو او اوبو لاندې وسلې په هکله څېړنې کوي.
 
د امریکايي چارواکو په وینا، دې کمپنۍ د روډ ټاپو په نیوپورټ کې د سمندري ځواکونو پوځي ادارې سره کار کاوه.
 
 په همدې دې تړاو د اېف بي ای په همکارۍ د سمندري ځواکونو په مشرۍ پلټنې پیل شوې دي.