د سېنګاپور پوليسو د کېم جونګ اون (هم څېره) کس نېولی

روهي (نۍ/۱۹ د غبرګولي)، د سېنګاپور پوليسو تېره ورځ په هوايي ډګر کې د هنګ کنګ هغه اوسېدونکی نيولی دی، چې ظاهري بڼه او څېره يې د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون ته ورته ښکاري.

د هنګ کنګ دغه سوداګر په سېنګاپور کې هټۍ او تجارت لري، چې پوليسو د څېرې د ورته والي له امله ونېولو او له څو ساعتونو پوښتنو وروسته يې بېرته خوشی کړ.

رسنيو د نوموړي نوم (هاورډ اېکس) ښودلی او له نېولو کېدو وروسته يې په ټولنيز رسنیو انځورونه خپاره شول او د دويم کېم جونګ اون په نوم ياد شو.

دوه ورځې وروسته سېنګاپور د امريکا د متحدو ایالتو د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا د مشر کېم جونګ اون د ناستې کوربتوب کوي او په همدې اساس يې امنيتي تدابير جدي کړي دي.