
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۹مه) په راپورونو کې راغلي، چې تیره ورځ په مسجد الاقصی کې شاوخوا ۲۴۰ زره فلسطینیانو د جمعې لمونځ آدا کړی دی.
ویل شوي، چې تر لمانځه وروسته لسګونو زرو کسانو په مختلفو سیمو کې لاریون تر سره کړی.
لاریونوالو د فلسطین د ورځي په مناسبت له اسرائیلو څخه په لویدیځه غاړه کې د غصب شویو ځمکو د غوښتنې، د فلسطیني ولس د محاصرې د ماتولو او نورو ورته مسایلو غوښتنه کوله.
هغوی یو وار بیا د اسرایلي ځواکونو له اوښکې بهوونکي ګاز او ډزو سره مخ شول چې وروستي راپورونه د ۴ فلسطینیانو د وژل کیدو او ۵۰۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکوي.
په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي؛ امریکا ټوله اسلامي نړۍ په مظاهرو او غندلو جنګ او جګړو بوخته کړې او په خپله یې عملي کار ته چې د بیت المقدس اشغال دی، مټې رابډ وهلې دي.