
د افغانستان د خارجه چارو وزارت تیره اوونۍ د لا زیاتي رسوایۍ د مخنیوی او د عامه ذهنیت د غولولو په خاطر په دې وزارت کې د انترنټ په کارولو بندیز ولګاوو.
خارجه وزارت په ډیرې وارخطایۍ دا پریکړه هغه وخت وکړه چې په دې وزارت کې د (من افغان نیستم) متعصبه ډله افشا شوه او د افغانستان د حکومت کشفي ارګانونه پرې خبر شول.
ویل کیږي په خارجه وزارت کې د دې ډول انترنټي شبکې د ایجاد هدایت یو کال مخکې ددی وزارت سرپرست وزیر صلاح الدین رباني ورکړی و او هغه وخت یې چارې په مستقیم ډول د وزارت اداري معین نصیر احمد اندیشه په خارج کې د ځینو سفارتونو په مرسته پرمخ وړلې. خو په وروستیو کې چې دا موضوعات تاوده شول دا شبکه پراخه شوه او چارې یې د اندیشه تر نظر لاندې د خارجه وزارت د فرهنګي بخش رییس توریالي غیاثي او د رباني او اندیشه خاصې استازې فریبا نوابي ته وسپارل شوې.
د (من افغان نیستم) فاشیستي ډلې غړي زیات شول د ادارې معین د دفتر په غړو او د وزارت د ځینو کارکوونکو علاوه له خارجه وزارت څخه بهر څو متعصب کسان هم پکې شامل شول خو چارې به یې د خارجه وزارت د فرهنګي ریاست له خوا پر مخ وړل کیدلې.
دغه ډلې په اوونۍ کی دوه ځله د فرهنګ د پنجشیري رئیس توریالی غیاثي په دفتر کې غونډې کولې همدلته به یې د خپریدو وړ موضوعات تصویب او تاییدول، بیا به یې د دغه شبکې نورو غړو ته استول. د شبکې زیاتره برخې هغه وخت هم په خارج کې د افغانستان په سفارتونو کې وې.
د من افغان نیستم فاشیستي شبکې د رهبرۍ شورا د غونډو پریکړې به په خارج کې د افغان سفارتونو متعصیبو کارمندانو ته د فریبا نوابي له خوا او په کابل کې له خارجه وزارت دباندې د فیسبوک متعصیبو کارونکو او د رسنیو کارکوونکو ته د ماندګار ورځپاڼې د مسوول مدیر نظري پریاني او د یک تلویزیون د یوه کارکونکي له خوا په مستعار نوم انتقالیدلې.
په خارج او داخل کی به د شبکې غړو په منظم ډول په فیسبوک کې خپرولې او تلویزیونونو کې به یې پروګرامونه او ګردي میزونه جوړول.
کله چی په خارجه وزارت کې د دغه متعصیبی ډلې رهبري افشا شوه نو وزارت نه یوازې په دې وزارت کې د انترنټ کارول بند کړل بلکې د شبکې زیاتره چارې یې په خارج کې د افغانستان سفارتونو ته چې ډیری او په ځینو سفارتو کې ټول کارکوونکې یې د یوې ډلې او یوې سیمې دي ولیږدول شوي.
اوس د من افغان نیستم فاشیستي ډلې زیاتره کارونه په سفارتونو کې کیږي خو رهبري یې اوس هم د وزارت له فرهنګی رئیس توریالي غیاثي سره دی چې په مستعار نوم ددې متتعصیبې شبکې چارې په مخ وړي او په منظم ډول صلاح الدین رباني او نصیر احمداندیشه ته راپور ورکوي.