
روهي (جمعه/۱۸ د غبرګولي)، د اتريش حکومت نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په دې هېواد کې به د مسلمانانو اووه جوماتونه وتړي او ملا امامان به يې هم له اتريش څخه بهر کړي.
حکومت وايي، چې په يادو جوماتونو کې د سياسي اسلام او سخت دريځۍ لپاره کار اخېستل کيږي او ملا امامان يې له بهر ملکونو سره اړیکې لري.
د اتريش حکومت وايي، چې د سیاسي اسلام او سخت دريځۍ لپاره په ياد هېواد کې ځای نشته او په همدې اساس يې پرېکړه کړي، چې اووه جوماتونه وتړي.
د اتريش رسنيو د حکومتي چارواکو له ادرسه داسې راپورنه خپار کړي دي، چې يو شمېر هغه کسان چې له ترکيې سره اړيکې نو اتريشي حکومت پرې ډول - ډول فشارونه رواړي لري او اتريش نه غواړي، چې په خپل هېواد کې د ترکيې سره اړيکې لرونکي کسان ولري.