ټرمپ: ښايي د شمالي کوريا له مشر سره په سپينې ماڼۍ کې هم وګورم

روهي (جمعه/۱۸ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي، چې که چېرې د شمالي کوريا له مشر کېم جونګ اون سره يې په سېنګاپور کې لېدنه ګټوره وه، نو نوموړي ته به د امريکا بلنه ورکړي او په سپېنې ماڼۍ کې به هم ورسره وګوري.

ټرمپ هيله ښودلي چې له کېم جونګ اون سره لېدنه به يې ګټوره وي او په دې سره به وکولی شي، چې د کوريا په ټاپوزمه کې د اتومي وسلو ستونزې حل کړي.

ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې تېره ورځ د جاپان له لومړي وزير (شینزوابي) سره په لېدنه کې کړي او د جون ۱۲ مه ناسته يې د هيلو ډکه ناسته بللي.

د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ خبرې ډېرې اړخونه لري، چې يو له هغو څخه د سيمې د هېوادونو لکه سويلي کوريا، جاپان او چين ګټې دي. دغه هېوادونه هڅې کوي، چې د شمالي کوريا او امريکا ترمنځ هر ډول پرېکړه بايد دوی ملي ګټې خوندي کړي.