
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۷مه) امریکا؛ پاکستان ته ویلي، چې پخپله خاوره کې د ترهګرو امن مرکزونه له منځه یوسي.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره، په ټلیفوني خبرو کې غوښتنه کړې، چېد ترهګرو امن ځایونه له منځه یوسي.
په دغو خبرو کې ویل شوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سیاسي مذاکراتو په برخه کې هم باید پاکستان مرسته وکړي.
راپورونه کاږي، چې دواړو لورو همدا راز د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.