افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلن نظامي حضور د  بحث وړ خبره ده

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۷مه) امریکايي سناتور راند پال تازه له فاکس نیوز ته ویلي؛ امریکا ته نه ده په کار چې تر دې ډېر ځان په جګړو کې ښکېل کړي.
 
د نوموړي په باور امریکایي حکومت باید په ننني عصر کې د جګړو پر ځای د امریکا د اقتصادي ودې په اړه فکر وکړي.
 
ښاغلي راند پال غوښتنه کړې، چې د خلکو مالیات دې په بهرنیو هېوادونو کې په اوږدو جګړو نه لګوي.
 
د هغه په وینا، امریکايي سناتوران دې هم په دې بحثونه وکړي چې په افغانستان کې یې د ۱۷ کلن ماموریت، ملیاردونو ډالرو لګولو، سلګونه کسانو د وژل کېدلو، ستونزو، وېرو او په دې برخه کې د انرژۍ پر مصرفولو د امریکا موخه او ګټه څه ده.
 
هغه ټینګار کړی، چې اوس ټوله نړۍ د امریکا له نظامي حضور سره مخالفه ده