
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۷مه) وروسته له هغې چې ایران د یورانیمو د غني کولو د ظرفیتونو د لوړولو د پروګرام اعلان وکړ، سم له وار د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړ چې واشنګټن به ایران ته دا اجازه ورنهکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو تېره ورځ ټوېټ کړی، دوی هغه راپورونه له نېژدې څاري چې ایران په پام کې لري د یورانیمو غني کول زیات کړي.
هغه ټینګار کړی، موږ به اجازه ورنهکړو چې ایران اټمي وسلي تولید کړي.
نوموړې زیاته کړې، چې ایران د دوی له ارادې خبر دی.
دا د یورانیمو د غني کولو د ظرفیتونو د لوړولو د پروګرام یوه برخه ده چې د ایران ستر مذهبي مشر ایاتالله علي خامنهیې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د لهمنځه تللو په صورت کې د فعاله کېدو امر کړی دی.