
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۷مه) تېره ورځ د سوډان حکومت د شمالي کوریا سره ټول پوځي تړونونو د ماتولو خبر ورکړ.
رویټرز د سوډان بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، چې شمالي کوریا سره د اتومي وسلو د مخنیوي په موخه یې ورسره د پوځي اړیکو د پرې کولو اعلان کړی.
سوډان له دغه حکومت سره ډېر پوځي تړونونه لرل.
تېر کال د اکتوبر میاشت کې امریکا له سوډان څخه ۲۰ کلن بندیزونه پورته کړل او له هغې وروسته د دواړو هېوادونو تر مینځ اړیکو کې زیاتوالی راغلی دی.