چین: د امریکا پوځي بېړۍ او الوتکې موږ نه شي ویرولی

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۶مه) د چین د دفاع وزارت ویاندې هووا ویلي چې چین به له پوځي بېړیو او الوتکو څخه و نه ډار شي.
 
د هغې په باور، د خپل حاکمیت او امنیت د دفاع له پاره به سخت ګامونه پورته کړي.

چین دا خبرداری وروسته له هغه ورکړ چې امریکایي سي این این رسنۍ په خپل یوه راپور وویل چې دوو امریکایي بم غورځوونکو الوتکو د چین تر ولکې لاندې سمندرګي ته نږدې د چهار شنبې په ورځ الوتنې کړي دي.

ویل شوي، چې د سویلي چین په سمندرګي باندې د چین، تایوان، ویتنام، مالیزیا او دوه نورو هېوادو تر منځ لانجه ده او هر یو پرې دعوه لري، خو چین یې خپل ملکیت بولي.

په ورته وخت کې چین دغه سیمه کې پوځ او بېړۍ ځای پر ځای کړي او د جنګي بېړیو له پاره یې ځغاستلیکې هم جوړې کړې دي.