
(روهي -۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۶مه) د ناټو عمومي منشي ویلي، طالبان د جګړې په پرتله له یوې سیاسي لارې ډېرې ګټې تر لاسه کولی شی.
ویل شوي، چې ناټو له افغانستان سره مرستو ته ژمنه ده او ټاکل شوې چې په راتلونکې غونډه کې د ناټو هېوادونو د دفاع وزیران له ۲۰۲۰ میلادي کال نه وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل په اړه خبرې وکړي.
ناټو منشي په وینا، دوی به د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ د افغانستان د امنیتي وضعیت د اروزنې تر څنګ له ۲۰۲۰ میلادي کال نه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر تمویل او تجهیز هم خبرې وکړي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړې، د ناټو متحدین او ملګري چمتو دي، چې له افغانستان سره په مالي او د سرتېرو د لېږلو په برخه کې مرسته وکړي.