
مسيح الله (عصام)
دا رښتيا خبره ده چې افغان ولس د تاريخ په اوږدو کې يو شجاع اوسرشاره ملت دى اود عمر په تېريدا سره وار په وار د ډيرو سختو کړاونو او ربړونو سره مخامخ شوى دى خود وخت په تېريدو، صبر حوصلي اوسخت مقاوت سره يې هره ستونزه حل اودښمنان يې مغلوب اوپه ګونډو شوي دي .
له بده مرغه او په ډيرې خواشينۍ سره بايد وويل شي چې د افغان ولس د ښمانان هم غلي نه دي ناست په يوه پلمه نه په يوه پلمه يې دغه نوميالى ځواکمن ولس په ډلو ټپلوويشلى اوبيايې يوه ډله په بله ډله ښه ډبولې ده همدغه دښمنانو يو افغان ته دتور اوبل ته د سپين لقب ورکړى ،چاته يې يو نوم او څوک يې ترهګر نومولي ،چاته يې رښتينې مسلمان ويلي او چاته يې د مشرک او ملې خطاب نو م ورکړى دى اوپاک زړى پاک نفسه مجاهد ولس يې پرې تيرايستلی دی او افغانانوهم له احساساتوکار اخيستی د سنټريلزم يامرکزي ليډرشپ نه نيولي بيا ترعادي افغانه پورې هيچا هم د دښمن په پلموسوچ او غورنه دی کړی اود خپل ماجرا جوی موقف په درلودلوسره يې د دښمن په لارښونه دخپلې افغاني مقابلې ډلې په وړاندې انتقامجوي اختيارکړې ده چې متاسفانه دغه لړۍ تردې دمه دوام لري که له ديرش کآله جنګ جګړو . ځان وژنو . بم ډز ، اود ټوپک له فرهنګ څخه راوگرځو دجنګ مخه قلم ته کړو ، دولت او سياست ته مخه وکړو نو پوهيږو چې څه وشول او څه کيږي په تيره بيا د بون د توافقاتو لوزنامې ورورسته موقت انتقالي او منتخب حکومتونه رامنځته شول د سنا او پارلمان جرګه ګۍ جوړې شوي د ٣٤ ادارې واحدونو تشکيلاتي جوړښټ فعال شول خو لا دماجرا جويۍ اود غچ اخيستنې روحيه نه ده مړه شوې هغه دچا خبره چې وايې :
زما د عمره سره سمه ميرات شي غمه په خندا دي تيره وومه
که دغه خندا ونه کړو نو څوک به مو مشکل حل او ګيله به موپورته کړي خير زموږ ګيلې دې پرخپل ځای پريږدي خو سنا پارلمان دولت او حکومت دې د غچ اخستلو پرځای يوبل ته د اخلاص او يو موټي والى لاسونه ورکړي او ددغه ګډ وډ جنګ ځپلي افغانستان د بيا رغاونې لپاره دي په شريکه مټي راونغاړي اود خپل ستومانه او خفه ملت په سرونودې د خوشحالۍ لاسونه راکاږي او د هيواد لومړيتوبونو ، ملي نواميسو سرتاسري ثبات او امن لپاره دې ددغه سرسري نظرياتو بدل اخيستنې پرځاى د خپلواجدادو څخه په عبرت سره د هرډول دښمن په وړاندي واحد ملت او پولادين سپر جوړشي اود خپل ګران وطن افغانستان نړيوال هويت دې ژوندى او تل پاتې سرلوړي وساتي دبيا لپاره د ډلو ټپلو نژاد پرستۍ قومي او ژبني تعصبات په مجموع کې هر رنګه خپل منځي اختلافاتوته دې د پای ټکي کيښودل شي د ملت حقه حقوق دې تامين کړي تعزير تهديد او تعقيب څخه دې نجات ورکړي د پټو سترګو رد او انتخاب پرځای دې داسې لاره چاره پيداکړي چې په کومه کې د افغان ولس هوساينه او سرلوړي نغښتي وي .
په پای کې دايوشعر ټولوافغانانوته ډالۍ کووم
توره په لاس کفــــن په غاړه به راپاڅـــم
که مې واوريد چې افغان د چا غلام دی .
مسيح الله عصام