
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۶مه) راپورونه کاږي، چې د پاکستان یوه خبریاله ګل بخاري د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوې ده.
ویل شوي، چې هغې په پوځ او په سیاست کې د پوځیانو د مداخلو په اړه تل انتقادونه کول.
نوموړې تیره ورځ یوه ټلوېزیوني پروګرام ته په لار نامعلومو کسانو تښتولې وه.
معلومات ښيي، چې اغلې بخاري د برېتانیا تابعیت هم لري او د پخواني صدراعظم نوازشریف پلوۍ ده.
ددې تر تښتول کېدو یوه ورځ مخکې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي مسوولینو په یوه خبري کنفرانس کې ګواښ وکړ، هغه کسان چې په پوځ انتقاد کوي تر څار لاندې دي