دنړۍ سترنابغه (يومسلمان اتل)

دنړۍ سترنابغه .......(يومسلمان اتل)
علامه سيد جمال الدين الافغاني نه يواځي يو افغان اتل بلکي داسلامي نړۍ يواتل هم دي .
دغه پوهه فيلسوف ،ژورنالست ، اومتفکرچي په ١٩ پيړۍ کي يي ژوندکاوه دوخت ديوزيات شميرمسلمانوواکمنانوسلاکارهم ووخودهغه نظري ترننه هم ګټوري دي نوموړي دمسلمانانوڅخه وغوښتل څودهغوکسانوپه وړاندي چي ددوي هيوادونه يي ګواښول يوموټي شوي اوپه عزت ژوندوکړي هغه دتاوتريخوالي پرته مبارزي پلوي وو اودخپل قلم په مټ يي مبارزه کوله نوموړي دعربي ټولني دجوړولولپاره چي دلومړۍ نړيوالي جکړي وروسته رامنځته شوه اوهم داسلامي هيوادونوسازمان ديوه هڅونکي په توګه بلل شوي دي .
علامه سيدجمال الدين په ١٨٣٨ کال کي په کونړولايت کي ديوه ديني عالم په کورنۍ کي نړۍ ته سترګي وغوړولي نوموړي په ١٨ کلني کي افغانستان پريښوداوپه پراخه توګه يي په سفرونولاس پوري کړ.
دهغه لومړني سفرهند ته وو نوموړي هلته دهندي وګړووترمنځ ديوه توپيرپه ليدوحيران شو هغه دمسلمانانواوهندوانوڅخه وغوښتل څودخپل هيواد دښه والي په خاطريودبل سره کاروکړي دهندوستان څخه دسفروروسته سيدجمال الدين بيرته کابل ته راستون شواودافغانستان تاريخ ترسرليک لاندي يي خپل کتاب خپورکړ.
دغه عالم په پاريس کي دميشته کيدوڅخه وړاندي مصر ترکيه اروپااود امريکي هيوادونوته سفرونه وکړل داهغه ځاي و چي نوموړي دالاورا لاوتبا نه ماتيدونکي زنځيرپه نوم دورځپاڼي په چاپولوپيل وکړ
دخپلي ورځپآڼي سربيره سيدجمال الدين نورمسلمانان دي ته وهڅول څوورځپاڼي جوړي کړي اوپه سياسي اوټولنيز بحثونوکي برخه واخلي څوخپل اړونده هيوادونه مخکي بوځي هغه دخپلي اغيزي څخه دکابل په نوم په افغانستان کي دلومړي ورځپاڼي دجوړيدو لپاره ګټه واخيسته .
علامه سيدجمال الدين دخپل عمروروستي کلونه دترکيي هيوادداستنبول په ښارکي تيرکړل
هغه دټولومذهبونو اسلام عيسويت اويهوديت سره ملګري وهڅه يي وکړه څودسنيانواوشعيه ګانوپه ترمنځ دنږدې اړيکودرامنځته کولولپاره اساسات ومومي علامه سيدجمال الدين د سرطان ناروغۍ له کبله ديوه عيسايي ډاکټرترڅارني لاندي په ١٨٩٢ کال کي دفاني نړۍ څخه سترګي پټي کړي
هغه په استانبول کي خاوروته وسپارل شوي خوپه ١٩٤٤ کال کي دافغانستان ددولت په غوښتنه جنازه يي افغانستان ته راوړل شوي اوپه کابل کي خاوروته وسپارل شو
افغانستان په کابل کي يوه سترښوونځي په ګډون ګڼ شميرعلمي اوروزنيزه ودانۍ دنوموړي په نوم ونومولي ډيربدلونونه چي علامه سيدجمال الدين يي ملاتړي و ترهغه چي نوموړي ژوندي و عملي بڼه غوره نکړه خودهغه دمړيني څه باندي دوه لسيزي وروسته افغانستان يوخپلواک هيواداعلان شو
نن ورځ دسيدجمال الدين ميراث ژوندي دي که چيري نن ورځ هغه زمونږ په مينځ کي وي څودهيواد د دښمنانوپه وړاندي سره يوموټي شي کوم چي دهيواد ويش غواړي اودپرمختګ مخه ډپ کوي
مسيح الله (عصام)
 
 
 
علامه سيدجمال الدين افغاني ته دسالمزي صاحب ډالۍ
په شميردګوتوانسانان پيداشي
چي يي رڼاتمام جهان ته رسي
تقديريي پوهه څه حيسه فيرزوکړي
دومر اوچت شي چي اسمان ته رسي
استعدادونوکي هم وي تفاوت
نه چي داهريوبه لقمان ته رسي
يوداسي فکرنظريه پکارده
چي تري فايده هريوانسان ته رسي
زمونږ سيد هم داسي فکرلرو
چي مړي څه رنگ مسلمان ته رسي
هسي په تشولاپوکله کيږي
په قرباني هرڅوک ارمان ته رسي
هغوي چي زړونوکي مرام نه لري
سالمزي کله خپل جانان ته رسي

لکه چي لمرخپله توده غيږه کي
دنياراونيسي وزرونولاندي
سيدهم داسي د وحدت لاسونه
خپل اسلامي امت ته وغځول
لورپه لوروخوځيده
وکوچيده
ويده قومونه چي احساس يي مړوو
هغوي وخوځول ويپارول
په حرکت کي راغله
يولالهانده يوسياردعوت ګر
داحکيم ووپه مرض پوهيده
تقديرپري پوهه لورولي وه خو
زمونږ دکلي نه يي کډه وکړه
په پرديسي کي وومړ
ډيرويي دعوه دوراثت کوله
داافتخاردافغانانوحق وو
هغوي چي ژوندباندي څوک نه پيژني
خوبعددمرګه ګريوانونه شلوي
سلطان محمود سالمزي