چین کې چاودنې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۶مه) په راپورونو کې راغلي، د چین په شمال ختیځ د لیاونینګ په ولایت کې تېره ورځ د اوسپنې کان کې د چاودنې له امله ۱۱ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.

هلته د چین رسمي تلویزون CCNT خبر ورکړی، چې ۲۵ کسان تر اوسه د ډبرو سکرو په کان کې بند پاتې دي او ټپیان د بنشي ښار روغتون ته وړل شوي دي.
 
معلومات ښيي، چې دوه میاشتې وړاندې هم د چین په شمال ختیځ کې هم په یوه کان کې ۱۷ کسان او په ۲۰۱۶ کال د دسمبر میاشت کې د چین په هیلونګیانګ ولایت کې هم کان کې د دوه ماینونو د چاودنې له امله ۵۹ کسان وژل شوي و.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ۱۹۱۷ کال د مۍ په ۱۸ مه نیټه په منځني چین د هانان په ولایت کې د ډبرو سکرو په کان کې د ګاز له امله ۱۸ کسان وژل شوي و.