د نوی نبوت اونوی قيادت ځانګړتيا
سفــر و کاوه موسی طور سینی ته سفــــــــر وکاوه ادریس عیسی سمـا ته
محمد وخوت بالذات ((عرش اعلی)) ته مقـــــرب (( قاب قوسین اوادنی )) ته
فکروکړه ته بیان د (( ما اوحی )) ته له زړه ځیرشه ته برهان د ((مایغشی )) ته
اسراء هغه ځمکنۍ رحله ده ، چه الله تعالی د رسول (ص) لپاره د شپې په اوږدو کې د مکې مکرمې نه فلسطین (قدس ) ته .. د مسجدالحرام څخه مسجد الاقصی ته ممکنه کړه .
اومعراج هغه سیاحت ؤ ، چې د ځمکې نه آسمان ته .. د قدس نه سموات العلا ته ، دآسمانونوهغې برخې ته چې لدې وړاندې بشر نه ؤ ورسیدلی (سدرة المنتهی ) او هغه لوری ته چې الله تعالی پرې عالم دی ..ترسره شو . دغه دواړو سفرونو ته اسراء والمعراج ویل کیږی . دعلماءو د جمهورو په عقیده ، رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه (بجسده المبارک ) معراج ته بیول شوی دی ، یوازی د دوه دریو تنو صحابوو څخه نقل شوی ، چې رسول الله صلی علیه وسلم دیوه عجیب اوغریب خوب په حالت کې دا سفر تر سره کړی دی ، خو دعلماءو د جمهورو په قول او استدلال دا تفسیر د دغې رباني معجزې له غرض سره سمون نه لری ، نو ځکه راجح قول دا دی ، چې رسول الله صلی علیه وسلم په ویښه دا سفر تر سره کړی دی .
په مکه مکرمه کې د رسول الله (ص) په ژوندانه کې اود اسلام دین ته د دعوت په ډګر کې دا دوې رحلې ځانګړی اهمیت لري ، وروسته لدې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د الله جل جلاله د دښمنانو له لوری ډیر کړاونه او دردونه وزغمل ، اوبیا ئې ګمان وکړ چې کیدای شی په طایف کې دطایف خلک تر قریشو ښه معامله ورسره وکړی ، نو طایف ته ئې تشریف یووړ، خو له بده مرغه هلته ئې تر قریشو ډیر ظالمان اوبې رحمه خلک ولیدل . د طایف خلکو خپل غلامان ، لوچک او بې بندباره کسان درسول الله صلی الله علیه وسلم د ځورولو لپاره وګمارل ، رسول الله (ص) ئې په تیږو وویشته ، آن تر دې چې له مبارکو پښوو ئې وینې بیدلې ، پداسې حال کې چې زید بن حارثه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مولا هڅه کوله چې له رسول الله نه دفاع وکړی ، او هغو تیږو ته ئې ځان سپر کړي ، چې رسول الله صلی علیه وسلم پرې ویشتل کیده ، ترڅوئې سر دوه ځایه څیرې شو.
رسول الله صلی علیه وسلم له طایف نه پداسې حالت کې ووت ، چې مبارکې پښې ئې زخمی وې ،اووینې ورنه بیدلې ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلو پښو زخمونو دومره ونه ځوراوه ، څومره چې د خلکو خبرو د ده مبارک زړه زخمی کړ . پدې وخت کې الله تعالی د غرونو ملائيکه رسول الله ته ولیږله ، د غرنو ملایکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل : که غواړی په دوی باندې به دوه غرونه یوځای کړم ، دوی به د دوه غرونو تر منځ نابود کړم ، خو رسول الله صلی علیه وسلم سره له ټول عذابه چې په طایف کې ورسره مخ شو دا ونه منله ، چې دطایف خلک د دوو غرنو تر منځ نابود شي ، او ویې فرمایل : زه هیله من یم چې د دوی له نسله به داسې خلک پیدا شي ،چې دالله تعالی عبادت اوبندکي وکړی ، اود الله تعالی سره به څوک په خدایۍ کې شریک نه کړي . یا الله ! ته زما دې قوم ته هدایت وکړی ، دوی نه پوهیږی ..
لدې ټولو کړاونو نه وروسته الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا رحله برابره کړه ، له یوه لوری ئې دکړاونو اوتکلیفونو پاداش ورکړ اوله بل لوری ئې پدې پوه کړ چې کې د ځمکې اوسیدونکی له تا مخ اړوي ، خو دآسمان اوسیدونکی دې هرکلی کوی ، که دا خلک ستا د دعوت مخنیوی کوی ، خو الله تعالی دهرکلی کوی ، او پیغمبران د امامت منی . دا د الله تعالی له اړخه درسول الله تکریم او قدرداني وه ، او د دوهمې مرحلې لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم روزل او تیارول وو .
اسرا اومعراج اوهجرت درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندانه کې هغه روزونکی مرحلې وی ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ئې د هغې بنسټیزې مرحلې لپاره تیارکړ، هغه مرحله چې د جهاد او مبارزې مرحله وه ، د ټولو عربانو سره د وسلوالې مبارزه مرحله ، داسلامی حکومت د جوړولو مرحله ، د الله تعالی داحکامو د پلی کولو مرحله ، دا پداسې حال کې چې ټول عربان ئې په ګده دښمنان وو ، بت پرستان له یوه لوری او مجوس له بل لوری ، او همدا راز یهودان او عیسویان ، چې په انجیل کې ئې د خپلو نفسی غوښتنو په بنسټ لاسوهنې کړی وې ، او د توحید عقیده ئې له بت پرستۍ سره ګډه کړي وه ، له دریم لوری ورسره دښمنی کوله . نوپکار وه تر څو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د دغې مهمې او لویې مرحلې لپاره تیار شي ، تر څو د دغو ټولو جبهو سره پدې لږ شمیر کسانو اوپدې نا چیزه وسله مقابله وکولای شی ، نو ځکه الله تعالی وغوښتل چې دآسمانونو او ځمکې نښې او معجزې وروښی ، قال الله تعالى: {سبحان الذي أسرى بعبده ليلاً من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى الذي باركنا حوله لنريه من آياتنا} ژباړه (( پاکي ده هغه ذات لره ، چې بیولی ئې ؤ بنده خپل (محمد) د شپې په یوه برخه کښې ، د مسجد الحرام نه تر مسجد الاقصی پورې ، هغه چې برکت اچولی دی موږ دهغه ګردراګرد ،ترڅو وروښیو خپلې دقدرت نښې . )) تر څو پدې کون اوځمکه اوآسمانونو کې د الله تعالی نښې او معجزې وویني ، څرنګه چې الله تعالی په سورت النجم کې فرمایلی : لقد رأى من آيات ربه الكبرى ما زاغ البصر وما طغى}. ژباړه )) یقینا ده د خپل رب د قدرت هغه لویې نښې ولیدې . نه وی اوښتې سترګې دمحمد بل لوری ته ، او نه هم تیرې شوې وې له خپل حده .)) یعنی هر هغه څه چې رسول الله صلی علیه وسلم ولیدل په پوره توجه او اتقان سره ئې ولیدل ، وهر هغه څه ئې ولیدل چې باید ده پدې سفر کې لیدلی وی ، یعنی د ده مبارک نظر الله تعالی په هغو نښو متمرکز کړی ؤ، چې باید ده پدې سیاحت کې لیدلی وی ، الله تعالی ځکه دا لویې نښې وروښودې ، چې زړه ئې قوت پیدا کړی او اراده ئې د کفراوطاغوتونو په وړاندې د مبارزې لپاره ټینګه شي ، څرنګه چې الله تعالی د موسی علیه السلام سره هم په قران کریم کې ورته صورتحال موږ ته بیان کړی ، کوم مهال چې موسی علیه السلام جابر فرعون ته ورته ، الله تعالی ده ته د خدایي نښې او معجزې وروښودې ، تر څو ئې اراده ټینګه اوعزم ئې پوخ شي ، اود هغه سرکشه فرعون څخه ونه ویریږی چې خلکو ته ئې ویل : انا ربکم الاعلی ، وما علمت لکم من اله غیري . ژباړه : (( زه ستاسو تر ټولو لوړ رب یم ، زه ستاسو لپاره ترخپل ځان پرته بل اله نه پیژنم .))
کله چې الله تعالی موسی علیه السلام مخاطب کړ او ورته ئې وفرمایل : {وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَى* قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَى غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَى* قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَى* فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَى* قَالَ خُذْهَا وَلاَ تَخَفْ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الأُولَى* وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَى جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَى* لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى} ژباړه: (( اوڅه دي ستا په ښی لاس کې ای موسی ، نو وویل موسی دا همسا ده زما ، چې تکیه کوم پردې ، او څنډم پردې پاڼې د ونې چې تویې شي پر پسونو زما ، اوپدې همسا کې زما نورې هم ډیرې اړتیاوې دي . بیا وفرمایل الله تعالی ،چې وغورځوه دا همسا خپله ای موسی ، نویې وغورځوله خپله همسا ، نو ناڅاپه شوه مار دا همسا ،چې مندې يې وهلی ځغلنده . بیا و فرمایل الله تعالی موسی ته ، چې ونیسه دا همسا او مه و یریږه ! زر به راوګرځو موږ ستا دا همسا هماغه لومړنی شکل ته . اوپیوست کړه خپل ښی لاس خپل تخرګ ته ، چې راوبه وځي تک سپین روښانه اوځلانده ،بې له عیبه . حال دا چې دا معجزه ده بله د دې لپاره ، چې دروښیو تا ته ځینې له هغو معجزو څخه ،چې ډیرې لویې دي . )) دا معجزې الله تعالی موسی علیه السلام ته د دې لپاره وروښودې تر څو یې اراده وعزم پوخ شي ، او اسلام ته د دعوت په لاره کې استقامت وکړی شي .
سربیره پدې چې اسرا اومعراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره د الله تعالی له اړخه تکریم اوقدرداني وه ، خو د دې تر څنګ دې پیښې د مسلمانانو په راتلونکي ژوندانه کې ځانګړی اهمیت درلود ، ځکه چې پدې شپه په مسلمانانو لمونځ فرض شو ، الله تعالی خپل غوره پیغمبر دمسجد الحرام نه دشپې په اوږدو کې بیت المقدس ته یووړ، اوله بیت المقدس څخه ئې سدره المنتهی ته پورته کړ ، ترڅو لمونځ ورباندې فرض کړی ، اود مسلمانانو په ژوندانه او ټولنه کې ئې د دې فریضې له اهمیت اوارزښت نه خبر کړی ، هغه فریضه چې د بنده او الله تعالی تر منځ رابطه قایموی ، پدې فریضه کې په لومړی ځل پڼځوس لمنځونه فرض کړی شول ، بیا رسول الله صلی علیه وسلم د موسی علیه السلام په اشاره پرلپسې د الله تعالی نه د خپلو امت اړوند د تخفیف ِغوښتنه کوله ، تر څو چې پینځه لمنځونه فرض شول ، او ویل شوی ، چې دا لمنځونه په عمل کې پینځه لمنځونه دی ، خو اجر ئې د پنځوسو لمنځونو دی .
که د رسول الله صلی علیه وسلم پورته کیدل سدره المنتهی ته د هغه مبارک (معراج ) دی ، خو د هر مسلمان معراج دالله تعالی لوری ته دهغه لمونځ دی . دا پوښتنه پیدا کیږی ، چې ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسجد الحرام نه آسمانونو ته پورته نه شو ؟ ولې یوځل بیت المقدس ته دشپې په اوږدو کې یووړشو، او بیا له هغه ځایه آسمانونو ته پورته شوو ؟ بیت المقدس ته درسول الله صلی الله علیه وسلم وړل ، مقصود کار ؤ . هلته رسول الله صلی علیه وسلم ته د الله تعالی دقدرت دلایل او نښې وښودل شوی ، په هغه ملک کې چې مسجد الاقصی او بیت المقدس واقع دی الله تعالی ډیر ظاهری او باطنی برکتونه ایښی دي ، له مادی اړخه له سرشارو چینو ، نهرونو ، غلې ، میوې ، اود نورونعمتونو وطن دی ، او په روحانی لحاظ د پیغمبرانو او رسالتونو کور او مدفن دی .
په بیت المقدس کې رسول الله ته د پیغمبرانوهرکلی ویل ، او د هغوی امامت کول ځانته دلالت لری . هغه پدې دلالت کوی ، چې ګواکې مشري یوه نوی امت اونبوت یوه نوی پیغمبر ته ولیږدول شول . یو نړیوال نبوت د ټول بشریت لپاره نبوت ، نه دا چې پریوه قوم او یوې زمانې پورې منحصر وی ، دا دټولو خلکو لپاره د قیامت تر ورځې نبوت دی ، دا دهرې زمانې او هر ځای لپاره نبوت دی ، دا هر اړخیزه رسالت دی ، چې دې قیامت تر ورځی به روان وی د پیغمبرانو امامت پدې دلالت کوی ، چې دا د همغه نبوت سلسله ده چې الله تعالی د بشریت دلارښونې لپاره پیل کړی ده ، اود اذل نه تر ابده د دې لارښونې نوم اسلام دی . خودا ځل د دې نبوت ځانګړتیا دا ده چې داد ټول بشریت لپاره نبوت دی . دپیغمبرانو اورسالتونو ځمکې ته ، چې پکې ابراهیم ، اسحاق ، موسی وعیسی علیهم السلام وو، د رسول الله صلی علیه وسلم تلل ، پدې دلالت کوی چې دا ټوله یوه سلسله ده ، دا ټوله دالله تعالی له لوری ده ، او دا نوې پیغمبری اوقیادت هم د الله تعالی له لوری دی .
اسراء اومعراج د دې نوی نبوت او نوی امت یوه رباني معجزه ده ، چې له نورو نبوتونو او امتونو څخه يې بیلوی . الله تعالی دی د دې ربانی معجزې برکت پردې امت کیږدی ، ترڅود خپلودیني او انساني مسولیتونو اړوند استقامت وکړی شي .
عبدالرحمن فرقانی
وروستي