د شاه رخ خان تره لور د پېښور  په ټاکنو کې برخه اخلي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۵مه) د شاه رخ خان تره لور د پاکستان په راتلونکې ټاکنو کې له پېښور څخه د عوامي نیشنل گوند په ټکټ درېږي.
 
اغلې نورجهان ویلي، شاه رخ خان د پاکستان او د هند د اړیکو د خرابیدو له کبله اندیښنه لري.
 
باور دا دی، چې خان هېله لري ترڅو پاکستان ته راشي خو د امنیتي وضع له کبله هغه دا کار نشې کولی.
 
د امریکا غږ اشنا راډيو پښتو وېب پاڼې راپور له مخې، اغلې نور جهان ویلي، که خان پاکستان ته راشي نو ډیر سخت امنیتي انتظاماتو ته به ضرورت ولري نو ځکه هغه نه راځي.
 
نوموړې ویلي، چې دا او شاه رخ خان همځولې دي نو ځکه یې د یو بل سره روابط ساتلې دي.