مجبورو کسانو ته د موبايل د اپلېکېشن له لارې د روژه ماتي ورکړه

روهي (درې نۍ/۱۵ د غبرګولي)، سعودي عربستان داسې يو موبايل (پوست غالی) اپلېکېشن جوړ کړی دی، چې په وسيله يې د سوريې اړو او مجبورو خلکو ته روژه ماتی برابروي.

د موبايل د اپېلېکشن له لارې، په سوريې، لبنان او اُردن کې د سوريې کډوالو ته مرستې او په ځانګړي ډول سره روژه ماتی ورکول کيږي.

دغه پروګرام (د شاه سلمان د خيره او انساني مرکز يا King Salman Humanitarian Aid and Relief Centre KSRelief) مرکز رامنځ ته شوی دی او ماليي خرڅ يې هم ياد مرکز ورکوي.

د سعودي خبري آژانس د خبر له مخې، له سوريې کډوالو او اړو کسانو سره نېږدې کسان کولی شي، چې د ياد موبايل آپلېکشن له لارې د خواړو او ډوډۍ امر ورکړي. "خلک کولی شي، چې لبناني، ارودني او ترکي رستورانتونو ته فرمايش ورکړی او د سوريې کډوالو لپاره افطار وغواړي. د فرمايش ورکونکي او د KSRelief ترمنځ اړيکه د همدې اپلېکېشن له لارې تړلی کيږي.