د امریکې او شمالي کوریا مشران د جون په ۱۲مه سره ګوري

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۵مه) سپینه ماڼۍ ویلي، د امریکا او شمالي کوریا مشران به د روانې جون میاشتې په دولسمه په سینګاپور کې له یو بل سره وویني.
 
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي، چې د متحده ایالاتو او شمالي کوریا پلاوي د دواړو کوریاګانو ترمنځ په غیر پوځي سیمه کې د راتلونکې سرمشریزې په اړه خبرې کوي.
 
د راپورنو له مخې، ولسمشر ډونالد ټرمپ له کیم جونګ اون سره خپله د سنګاپور کتنه لغوه اعلان کړې وه، خو د اوونۍ په سر کې يې په سپینه ماڼۍ کې د شمالي کوریا له یوه لوړ رتبه مسوول سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې دی او کیم به د جون په دولسمه په سنګاپور کې له یو بل سره وویني.
 
نوموړي هېله ښودلې، چې له کیم سره به د شمالي کوریا د اټمي پروګرام د ختمولو په اړه خبرو کې مثبتې نتیجې ته ورسېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې پوره اجنډا اعلان شوې نه ده.