د پښتون ژغورنې پلویان نیولي شوي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۵مه) تېره ورځ په اسلام اباد کې یو ځل بیا د پاکستانيو پولیسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان نیول شوي دي.
 
ویل شوي، چې د نیول شوو کسانو شمېر ۳۱ ته رسېږي.
 
په راپورونو کې راغلي، چې د پښتونژغورنې غورځنګ مشرانو دغه کار غندلی دی او پر پاکستاني حکومت یې غږ کړی چې خپلې دغه غیر قانوني چارې ته د پای ټکی کېږدي.
 
منظور پښتین پر علي وزیر د برید په تړاو هم غبرګون کې ویلي و، چې پاکستان د خپلو طالبانو په مرسته او همدا راز پوځ کوښښ کوي دغه غورځنګ ناکام کړي.
 
د ښاغلي منظور پښتین په وینا، د پاکستان ټولې ادارې د پښتنو په قتل او وژنو کې لاس لري.