سوله

سوله
په ښوونځي کې به هر ورځ خالي ساعتونو ته هلکان خوشاله وو. چا به لیکل کول، چا به لوستل کول او چا به هڅې خبرې کولې. شور ما شور ګډ و. د پښو تند بوی محسوسېده. شوخو هلکانو لا شپیلکونه هم وهل. بحثونه تاوده وو. هلکان په ټولګي کې نه و؛ لکه په دېره کې چې ناست وي. هی هوی جوړ و. د ټولکي ور تړلی ښکارېده. زده کوونکي سره غونډ وو.
 
هلکانو کله یو څه او کله بل څه ویل. ښه مې غوږ ونیوه. تر ډيره یې پر ناامنۍ خبرې کولې. اخواته، قاسم په کتاب کې په یوه انځور لیکې کاږلې. کریم له موبایل سره اخته و. په ټولګي کې تته خاموشي وه...
 
امجد به تل تر موږ وړاندې د لومړي میز تر شا کېناسته. ده ځان بې کاره نه پرېښود. ما به هر وخت دی پر مطالعې لیده. د ټولګي په دې تته خاموشي کې مې، یو وار د امجد پر خوا سترګې ور ماتې شوې وې. له هغه نن سر ځړېده. تندی یې پر میز اېښی و. آه ترې نه پورته کېده.
 
نور وخت به امجد د ښوونکو پوښتنې نغدې ور ځوابولې. په دې ورځ یې سوڼ نه خاته. که کله به د ښوونکو پوښتنې نه ور حلیدې نو د ده پر لوري به یې سترګې ور کږې وې.
 
زما توجه د همده پر خوا لا ور زیاتېده. تر درس وروسته، امجد سور رنګې وړه کتابچه ور خلاصه کړه. لاس یې پر قلم واړوه. جمله یې لا پوره نه وه. څو اوښکې یې پر مخ راغلې. سم له واره ور وړاندې شوم. ومې ویل:
ـ امجده! په څه یې؟
 
هغه لاس پر مخ ور تیر کړ. سوړ اسویلی یې وکښل. لاس کې یې اوښکې را لپه کړې. یوازې یې وویل:
ـ هېڅ!
 
نور مې د دردونو دنیاګۍ ور خرابه نه کړه. ترې پاڅېدم. لا څو قدمه نه وم تللی. را غږ یې کړ.
ـ ژوند همدغه دی.
 
زړه یې بلا دردونو ور خوړلی وو. کېسه یې را شروع کړه. ویل یې؛ پر کور یې هوايی راکېټ لېږدلی او هر څه یې ور څخه اخیستي. سترګو کې یې ډنډه اوښکې ولاړې وې. حالت یې د زغمولو نه و. زیاته کړه:
ـ اخر په دې جنګ کې زموږ څه ګناه ده!؟
 
له خبرو یې معلومیده، چې دوی له خپلې ګڼاه ور خبر لا نه دي او داسې ظلم ورسره شوی. وې ویل:
ـ یو یې زموږ کور نه دی را بمبار کړی. زموږ کلیوال یې هم مړه کړل.
 
امجد ویل؛ پلار مې څو ځله وسله والو او حکومته ته د سولې در خواست کړی وو. خو وايي د پلار درخواست مې په دې وطن پوره نه شو. د امجد په سترګو کې لا هم د پلار د سولې هېلې رغړېده، خو دی بېچاره نا هېلۍ و.