ګواتیمالا کې اتشفشان ۲۵ کسان وژلي

(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) راپورونه کاږي چې د ګواتیمالا ښار په څلویښت کیلومتري کې په یوه غره کې د اتشفشان لګېدو له امله ۲۵ تنه وژل شوي په سلګونو نور ټپیان دي.
 
ویل شوي، چې نېږدې ۶۵۳نور خلک بیا امنو ځایونو ته لیږدول شوي دي.
 
د ګواتیمالا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي،  یاد اتشفشان د الرودئو کلي ته رسېدلی، کورنه یې ویجاړ کړي او هر څه یې سوځولي دي.
 
د ورکړل شویو راپورنو پر بنسټ، هغه سیمې چې سوځېدلې دي تر اوسه ورته مرستندویان هم لاسرسی نه لري.
 
دغو اتشفشانونو لږ تر لږه یو میلیون او ۷۰۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.
 
د ګواتیمالا جمهوریت په مرکزي امریکا کې پروت هېواد دی او د ټولو وګړو شمېر یې شاوخوا ۱۷ میلیونه دی.