
(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) ویل شوي، چې د اردن لومړي وزیر په دغه هېواد کې وروسته له هغو ولسي اعتراضونو استعفا وکړه چې د سون توکو د بیو لوړېدو له امله وشوې.
په راپورنو کې راغلي، چې هغه له شاوخوا پنځو روځو را پدېخوا د اعتراضونو تر سختو فشارونو لاندې و.
تازه ویل شوي، چې نن یې خپله استعفا د کابینې وزیرانو ته وړاندې کړې ده.
نوموړي دغه راز له هغوی نه غوښتي چې د ده استعفا دې منظوره او اعلان کړي.