کله چې بهرنیانو دبن دتوافق له مخې دحامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې لنډ مهاله حکومت جوړ کړ چې ددغه لنډ مهاله حکومت د جوړښت سره سم د افغانستان سره دنړیوالو اقتصادي مرستو لړۍ هم پیل شوه او افغانستان ته په تیرو اووه لسو کالونو په جریان کې میلیاردونه ډالر دمرستې په نوم راغلل چې ددغو میلیاردونو ډالرو له جملې تر یوه بریده د ډیرو افغانانو لاسونو ته هم ورسیدل چې ورسره سم د ډیریو افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون راغللو او اقتصادي حالت یې نسبتاً ښه شو خو پوښتنه دا پیدا کیږي چې افغانانو دومره په لوی مقدار پیسې په څه باندې مصرف کړې؟
تر هغه ځایه چې زه فکر کوم نو افغانانو خپلې پیسې په هغه سالم شکل مصرف نه کړې چې اړتیا یې وه اکثره افغانانو چې زیاتې پیسې په لاس ورغلي وې دوی ونشول کولای چې خپلې پیسې په سم شکل مدیریت کړي او اکثره پیسې یې دعصري کورونو او اپارتمانونو په جوړولو، د عصري او مډرنو موټرو په اخیستلو، او نورو ناوړه سیالیو او د رواجونو په پاللو باندې مصرف کړې زه دا نه وایم چې چا دی عصري کور نه جوړولی یا دی عصري موټر نه اخیستلی خو ولې موږ په داسې یو غریب او فقر ځپلي هیواد کې ژوند کوو چې اقتصادي ثبات مو په بهرنیانو پورې تړلی دی او اکثره په وارداتو اکتفاء کوو صادرات مو د وارداتو په پرتله ډیر کم دي نو افغانانو ته پکار وه چې د هغو پیسو یې استفاده کړي وی چې په لاس ورغلي وې او باید صنعتي فابریکې پرې جوړې شوي وی تر څو موږ ددایمي اقتصاد اساس ایښی وی چې متأسفانه دا کار ونشو او موږ اوس هم د موقت اقتصاد شاهد حال یو چې دا مو د اقتصادي وضعیت د ښه کیدا لپاره ښه زیری ندی.
وروستي