زه به هم فارغ شم....!

تعلیم دانسان داساسي ضروریاتو څخه یو ضرورت دی او هر بشر ورته اړ دی. د تعلیم په برکت انسان دسپوږمۍ چکر او د ځمکۍ تل وکتلو.روزل شوي ځوانان دولسونو د اوچتولو، لوړتیا او د سم قضاوت لامل وي.
د نړۍ مختلف پوهنتونونه په زرګونو افغانان هر کال فارغوي او په موجوده حکومت کی په بیلا بیلو ادارو کی خدمت کوی.د اد فخر او ویاړ خبره ده چی الحمدالله افغانانو په هر ستونزمن وخت کی دتعلیم لار غوره کړې او یوځای ته د ځان رسولو کوښښ کوی . دا محصلین د مختلفو پوهنځیو لکه طب، اقتصاد،قانون،حقوقو، نړیوالو اړیکو اوداسی نورو پوهنځیونه فارغیږی.
د یوشخص د علم او تعلیم موخه داوي چی ځان په یو شي پوه کړي، په مجلس اوټولنه کی ځان ته ځای پیداکړي.اود نور ملت غم وخوري چی په بیلا بیلو ترخو او ناخوالو کی اخته وي.انسان باید دخپل تعلیم مقصد دا ونه ګرځوی چی دخپل قوم او ملت تباهي پری وکړي، مظلوم ملت پری وځپوي، شخصي ګټی په نظر کی ونیسی........نه، داسی هر ګز باید ونه کړی، دخپل ټپی هیواد خیال وساتی،د دردیدونکي ملت تکلیفونو ته وګوری او تیر یی په یاد کړی چی دی ملت څنګه ژوند تیر کړې، کوم کوم مشکلات یی وزغمل او نورو هیوادونو ورسره څنګه سلوک وکړ،په هجرت کی دوست او دښمن څرګند شو او که نه؟ انقلاب راباندی تیر شوباید په دی سوچ وکړو چی انقلاب غلامان او که انقلابې ځوانان وزیږول؟.
الله تعالی يه قرآن کریم کی فرمایې
ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیروا ما بانفسهم...
مونږباید يه ځان کی بدلون راولو، خپل قوم ته یوه مفکوره ورکړو او د تعصب نه پاکه د امن فضا جوړه کړو.ددنیا ژوند روان دی چا ته انتظا ر نه کوی. هری دقیقی تیریدو سره خپل ټاکل شوی وخت ته نزدی کیږو او یوه ورځ به ورنه سترګی پټی شي بیا به نه تحصیل په کار راځې او نه څه نور مال ومتاع.همدا وخت دخدمت دی باید د ځپیدلې قوم هر ډول خدمت ته روزل شوي ځوانان چمتوکړو.
که دنړۍ هررسیدلې هیواد ته ځیر شۍ نو دا به در ته جوته شی چی دقوم جوړښت روزل شوي ځوانان کوې. دالله او دهغه د رسول د دښمنانو سره دجنګ لپاره اسلحه، خپل اقتصاد پر مخ باندې بیولو لپاره یو اسلامی اقتصادی نظام معرفی کول، په اسلامی اصولو باندې پریکړې کول،دظلم او زیاتي لارنيول او داسې نور د یو مسلمان تعلیم یافته ځوان کار دې. که څوک دافکر کوی چې اوس خولویدیز داسې نظامونه راکړل چې زمونږ د اسلامی نظام ځای پکې نه کیږی. دا د هغو ذهنی غلامانو سوچ او فکر دې چې د غربی نظام نه اغیزمن او د اسلامی نظام سره نا اشنا وي. ددې نظام رامنځ ته کول مشکل اوناشونې نه دی ځکه چې
مونږ سره یو ښکاره تاریخ پروت دې. کله چې رسول الله ص د بلنی کار پیل کړ نو د فرد جوړښت یې کاوه نه د ټولګی. که په افغنستان کې یو مخلص ایماندار افغان هم وی نو د بی دینو ژوند به په دې ځمکه حرام وی. دا ځمکه بې دینو ته ځای نه ورکوي او نه د اهیواد بل کوم نظام زغملې شي.
افغانستان به یو ځل بیا ځمونږګوتو ته راشي، خو مونږ به په تارکولې سرک او عمارت څه وکړو چی قیمتی قوم او ملت یی بی لارې کړی وي.په افغانستان کې کور په کور او کلی په کلی جنګ واچه ولو،فحاشې یی راته ځای پر ځای خوره کړه، دتعصب او قوم پرستی ډکه فضا یی راته جوړه کړه. سرک او عمارت خو ډیرزروخت کی کیږې خو دخلقو جوړښت په کلونو کی هم نه کیږې. افغانستان دجوړیدود مهمو عناصرو نه یو مهم عنصر دا دی چی د افرادو ذهني او فکري روزنه وشي او داکار صرف تعلیم یافته ځوان کولې شي.
افغانستان د جوړښت په هکله دهری طبقی خلق خبری کوي،په ټولګو کي هر یو بیلا بیل نظر وړاندی کوي، خو دافسوس خبره دا ده چی هیچا دا سوچ ونکړو چی بنیادي عوارض په کوم ځای کی دي.دمرض تشخیص چی وشي بیا علاج ګران کار نه دی.
اوس علاج یی صرف دادی چی ټولنه ته ایماندار،مخلص افغانان ورکړی شي. هری یوی اداری ته داسی تعلیم یافته ځوانان ورکړی چی اداري فساد له منځه ویسي. شخصي مفادو په ځای ملي مفاد ولټوي،دملت نه قوم پرستی غرور ختم کړي،دنیوکی پر ځای د اصلاح کارته متوجه شي........................
که دا فغانستان په موجوده نظام باندی غور وکړو نو دا راته معلومیږي چی هیواد دترقی په ځای دتباهی په لوری روان دی. ترقي به دا وي چی د هیواد کارګر ته دی په ډالرو اجرت ورکړی شي، ، بازارونو کی د پیرودل او خرڅلاو د بل هیواد په کرنسی وشي، اردو دی دبل په خوښه جوړه شي وطن ساتونکي دی نوروي، هغه ځان مخلص او افغان دخپل وطن دوشمن ګڼي.

دا اوس د هر هوښیار په وطن او دین مین دځوان مسلمان افغان کار دی چی د خپل ملت امیدونه پوره کړي. با استعداد ځوانان میدان ته رووځي، د دین او ملي ګټو د پاره کار وکړي.د مایوسی خبره نه ده صرف اتحاد او منظم ژوند ته ضرورت دی.
زمونږ بااستعداد اوروزل شو ځوانانو ته پکار دي چی دخپل ملت سره همکاري د ژوند برخه وګرځوی،ملت ته دخوشحالی او ازادی فضا‌ء جوړه کړي او یو ځل بیا په نړی کی د اسلامي افغانستان نوم روښانه کړي.
 

حا فظ عبیدالرحمن
داسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون
اسلام اباد پاکستان