د پښتنو ژغورنې پر غورځنگ له بريد وروسته واڼه کې حالات ترينگلي شوي

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) د سويلي وزيرستان په واڼه سيمه کې، د پښتنو ژغورنې غورځنگ پر غړو له بريد له برید وروسته حالت سخت شوي دي.
 
د راپورنو له مخې، په دغه برید کې څلور کسان وژل شوي او له څلوېښتو زيات ټپيان دي.
 
ویل شوي، چې د پښتنو ژغورنې غورځنگ د مخکښ غړي علي وزير پر پيټرول پمپ وسله‌وال بريد شوی دی.
 
په دغه بريد کې علي وزير ته زيان نه دی اوښتی، خو د پښتنو د ژغورنې غورځنگ څلور غړي وژل شوي او د سيمه‌ييز خبريال نور علي په گډون له څلوېښتو زيات کسان ټپيان دي.
 
د سويلي وزيرستان مسوولینو پېښه منلې ده. ویلي یې دي، چې طالبانو د پښتنو ژغورنې غورځنگ پر غړو بريد کې د دغه غورځنگ غړو ته مرگ ژوبله اړولې ده.
 
د واڼه په گډون په پېښور، کوټې، او نورو ښارونو د پښتنو ژغورنې غورځنگ په ملاتړ لاريونونه پيل شوي دي.