اردوغان ټاکنیز کمپاین لپاره کُرد مېشتو سیمو ته تللی

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) د ترکيي ولسمشر رجب طیب اردوغان د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره تېره ورځ​ کُرد مېشتو سیمو ته تللی و.
 
ښکاري، چې نوموړی د روانې جون میاشت د ۲۴ نېټې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو مخکې په کُرد مېشتو سیمو کې خپل ملاتړي پیدا کړي.
 
ښاغلي اردوغان په دیاربکر ښار کې خپلو پلویانو ته وویل، د ده حکومت په‎دې سیمه کې د بیارغونې او د کلونو تاوتریخوالي وروسته د سولې د راوستولو لپاره ډېر څه کړي دي.
 
بل خوا له ۱۹۸۰ میلادي کال راهیسې د ترکيې دولت د کُردستان له کارګر ګوند سره په جګړه بوخت دی.
 
معلوماتو له مخې، رجیب طیب اردوغان په تېر وخت کې له کُرد وسله‎والو سره د سولې ملاتړ وکړ، خو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ترکيې د حکومت او کُرد وسله‎والو ترمنځ اوربند مات شو او له هغه وخت بیا د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ تاوتریخوالی پیل شوی دی.