سعودي؛ ایرانيانو ته د حج اجازه ورکړه

 (روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) په راپورنو کې راغلي، چې سعودي او ایران تر مینځ د حج د موسم په اړه یو دوستانه تړون وشو چې له مخې به یې ایرانيان کولی شي د حج فریضې د ادا کولو له پاره سعودي ته ولاړ شي.

ویل شوي، چې د ایران د اطلاعاتو او کلتور وزیر عباس صالحي ویلي، سږ کال د حج موسم په اړه د سعودي سره موافقې ته رسیدلي یو چې ښې پایلې به ولري او له مخې به یې سږ کال ۹۰ زره ایرانیان وکولای شي چې د حج ادا کولو لپاره سعودي ته ولاړ شي.
 
بل خوا په ایران کې د حج د چارو مشر حمید محمدي بیا ویلي، چې د ایران او سعودي د هوایي شرکتونو په مرسته به یوه ۵۸۳ کسیزه ډله له ایران څخه سعودي ته یوړل شي.

ایرانیانو په ۲۰۱۶ کال کې حج له هغه وروسته پریښې و چې د دواړو هېوادونو تر مینځ خبرې اترې بې پایلې او د اړیکو له خرابیدو لامل یې په تهران کې د سعودي پر سفارت برید و چې له امله یې د دواړو هېوادونو اړیکې تر اوسه سمې نه دي.