
(روهي ـ۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۱۴مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستاني حکومت ادارو ته خبرداری ورکړی، چې ظلم به یې بې ځوابه پاتې نه شي.
په راپورنو کې راغلي، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا د وزیرستان په سیمه کې طالبانو د پښتون ژغورنې د تحریک پر یو مخکښ مشر علي وزیر او عامو خلکو باندې ډزې کړې دي.
ویل شوي، چې په دې برید کې لسگونه کسان ټپیان دي.
منظور پښتین په خپله وینا کې ادعا کړې چې لس تنه وژل شوي او دیرش زخمیان دي.
نوموړي وویل؛ دوی پوهېږي چې طالبان څوک دي او ولې یې پر دوی برید کړی دی.
منظور په ډاګه ویلي، پاکستانی حکومت چې څومره کوښښ وکړي دغه غورځنګ مات کړي، خو ماتې د پاکستاني حکومت په برخه ده.
هغه د پاکستان ټولې ادارې په ترهګرۍ ککړې وبللې او زیاته کړې ده، چې له ترهګرو سره اړیکه لري، دوی د پښتنو قاتلین دي او لا هم خپل ظلم ته ادامه ورکوي.
منظور پښتین د نړۍ له ټولو پښتنو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د وروستیو پیښو په ضد دې احتجاج وکړي.