
څه کم یوه اونۍ مخکې مې د افغانستان د نامتو لیکوال (ع.قانع) چې زما په آند د عصمت قانع لنډیز به وي لخوا د “دعوت که تجارت (دپرون مبارز دنن غلام ) “ تر سترګو شوه.
لیکنه په داسې نامانوسه او پريپالیو ویيو او اصطلاحاتو پیل شوې چې زما خو د لیکوال په ځانتیا شک راشي، چې ایا په رښتیا هم ښاغلی عصمت قانع صېب دی او که نه کوم بل عرفان قانع، عمر قانع، عندلیب قانع یا کوم عثمان قانع دی. پرديپاله مې ځکه وباله چې د ځینو لرنیو او برنیو افغان دوښمنه وییو او اصطلاحاتو په رواجولو یې خپله لیکنه سېنګار کړې، د مثال په توګه: (زمونږ په ورځنی محاوره کی خاص طور دینی او عربی)، (د هجرت ددوری نه شروع تر ننه پوری زمونږ مشرانو ددغو واژو او کلماتو څخه ناوړه او غلطی استفادی)، (ولو که منشور او کړنلاره به یی هر څه چه وه خو د نامه مخکی یا وروسته)، (؟ مونږ څه نه شو درکولی لږچه به یی ټینګار وکړ نو ډیکی به یی خوړلی د)، (اوس ورته ګورو ددغه ښایسته او مقدسو واژونه- لا غلطه استفاده په یوه نوی رنګ کی کیږی)، (- ځمکو اخستل او کالونېو جوړول)، (د جامع ازهر متخصصینو بنیادګرا جهادی مشرانو)، (تاسی عالجنابان د جامعی ازهر متخصصینو ته دین او دیانت)، (
دا او دېته په لسګونه نورې د دوښمنو کولتورونو لپاره لکۍ وهنې، او په خپله د لیکنې لسګونه تېروتنې سړی دېته اړ باسی چې لیکوال هغه ع.قانع ونه ګڼي چې کرزي صېب ورته د لوړو زده کړو وزارت منلی وو، او په همدې پلمه یې پرې ښه د ځان په ګټه کمپاینونه وکړل.
لیکوال که له یوې خوا د ټوپکوالو مجاهد ډوله لډرانو څخه سر ټکوي، له بل اړخه دومره له ایراني او پاکستاني کولتوري یرغل او اغیزی لاندې راغلې چې په دې لنډه دوه مخه لیکنه کې یې زیاتره د کار ویي د همدې کولتوري غلو کارولي او په پوهاوي یا ناسم-پوهاوي سره یې دې کولتوري یرغلیزه ويیونو ته کار کړې او کارولي یې دي.
خبره راڅخه هسې د همده په څېر اخوادېخوا شوه، اصلی خبرې ته به راشم. دې ښاغلي په خپله دې لیکنه کې هڅه کړې چې د هغو اتو منفي دوه تش (۸-۲) په نامه جهادي ډلو ټپلو (ګوندونو) په تېریو، ظلمونو، خیانتونو، ورانیو او درغلیو بد ووایي، چې دا کړنه یې زه خپله او هر دردېدلې افغان مني او ورسره همغږي دي... مګر کوم کار چې زه ورسره بډوالی لرم، هغه دا چې ده (ښاغلي ع.قانع صېب) دا هڅه کړې چې د هندو له کوره چې د قرآن (د استاد سیاف صېب لخوا د دعوت پوهنتون پرانېستل، د دعوت ګوند، د انجینیر احمدشاه صېب لخوا د الغزالي پوهنتون یا انسټېټیوټ، یا د مشعل ... او داسې بله کومه راډیو جوړول) د را وتلو کومه نادره پېښه شوې، هغه وغندي او دا یې یو ډول سیاسي سوداګري ګنلې، ملت ته یې د ویښتیا غږ کړې.
که له حقیقته تېر نشو، نو موږ باید د خپلو ملي خاینانو دې مثبت ګام ته هرکلی ووایو او پدې لاره کې ددوی هر پل د سر په سترګو ومنو. هغه ددې لپاره چې افغانستان اوسمهال هېڅ کوم د ملت او ولس په درد دوا حکومت نلرو. هرڅه خصوصي سېکتور ته حواله شوي... که هغه امریکایي سېکتور دی، که برتانوي، که یهودي یا ایراني. ددې سېکتور بله برخه زموږ د افغان ولس هغه خاین ابن خاین او ملي خاینین دي چې دا ملت یې له تېرو څو لسیزو څخه شوکولې دی، د ملت ټولې تاریخي، اقتصادي، لرغونی، کاني ... سرچینی یې د ګاونډیو او نورو ازلي دوښمنانو په لاسو پلرولي او پانګه یې لکه څرنګه چې لیکوال ورته نغوته کړې، بهرنیو هېوادو ته د خپلو زامنو په نومونو زېرمه کړي دي، چا په سویس کې، چا په نړیوال بانک کې، چا په آی اېم اېف کې، چا په فرانسوي او چا هم په برتانوي بانکونو کې... اوس که د ایران اخوندي شوری راځي او موږ ته د قم ځایناستي دلته په کابل کې ځای کوي، یا یې امریکایان د کابل امریکايي پوهنتون په نامه ښوونیزه موسسه جوړوي، نو ښه به نه وی چې همدا ملي خاینان خپلې هغه پانګې را واخلي او د افغانستان دننه یې په ښوونیزو، ټولنیزو د عامه ګټې اخیستنې په پروژو ولګوي!!!؟؟ که موږ ددې ملي خاینینو لخوا د لس پینځلسو ځایی ټلویزیوني چېنلونو په جوړښت بد ووایو او و یې غندو، د دوي لخوا په لسګونه نور ځایي راډیوګانو په لاره اچول وغندو، د پوهنتونو، انسټېټیوټونو او داسې نورو ښوونیزه موسسو پر جوړښت بد ووایو او دا کار یې د عقل له کارولو پرته رد کړو، نو زه وایم چې دا به د کوم بې عقله سړی کار وي...
که هرڅه دې خاینانو د افغانستان بنسټیزو سرچینو ته نه اټکلېدونکی زیانونه ور اړولي، چې بیا په خپو درول به یې سلګونه کلونه ونیسي، مګر د ټولنیزو رسنیو، او نورو ښوونیزو موسسو په جوړونه کې باید ددوي هڅې بې له کوم هغه دغه په پټو سترګو ومنو او درناوی یې وکړو. که دوستم د خپل قوم لپاره د آینه په نامه ټلویزیون جوړوي، او د مزار اوزبکان د خپلو کولتوري پرمخګ لپاره خپل اوزبکي ټلوېزیون لري، پروف ربانی صېب د خپل تاجیکم نسل لپاره ... ټلویزیون جوړوي، شېخ اصف محسنی د خپل شیعه آندو آند خپرولو لپاره د تمدن لمنه پراخوي، بیات صېب د لودیځ کولتور خپرولو لپاره د لمر او تلوع لمن پراخوي، د اومر موسسې قادیانې مشر عبدالرحمیزی د شمشاد غر لوړوي، پرنګیان د سلام په نامه پوهنتون او سلام راډیو او ټلوزیون جوړوي، دا یې حق دی، پدې چارو خپلولو سره یې ۷۰ تر ۸۰٪ سلنه ګټه افغان ولس ته هم ورځي، په زرګونه ناچاره او بې دندو افغان ځوانان او پېغلې په همدې چېنلونو او ښوونیزه موسسو کې په ډېره لوړه تنخوا ګومارل شوي، لدې ځوانانو سره د زرګونو نورو افغان کورنیو ټولینزه چاری ښې شوې دي، د ژوند کچه یې لوړه شوې، او ورسره ورسره یې د زړه کړو هغه هم.
زه خپله د پاپ سیاف صېب لخوا د دعوت پوهنتون په پرانیسته خوښ یم او دا کار یې ستایم، ځکه د همدې ښاغلي لخوا چې د جهاد په کلونو کې کوم د دعوت او جهاد په نامه پوهنتون جوړ شوې وو، هغې چې کوم ځوان ځېل د افغان ولس د خدمت لپاره وړاندې کړې دی، د هغې پوښتنه موږ په نړیواله کچه کولای شو، او اغیز یې د لمر په څېر روڼ و روښانه دی. دا بېله خبره ده چې اوس یې د امریکايي ګوانتانامو زندان له وېری له نوموړي پوهنتونه د جهاد ویي لری کړې او یواځې یې په دعوت او بلنه بسیا کړې، مګر زه پدې ښه باوری یم چې پوهاند صېب به د تېر په څېر لدې پوهنتونه هم د افغان ولس د راتلونکي روښانه کولو لپاره ګټه پورته کوي، خیر که یو څه ګټه یې دده جوال ته هم پرېوځي، مګر زه پدې باوری یم چې پوهاند صېب به د خپلې ښوونیزه کاري تجربې پر بنسټ افغان ولس ته یو ځه ځېل وړاندې کړي. مګر د لوی څښتن په پار پاپ صېب! یوه غوښتنه لرم، هغه دا چې د خپل هر ځوی د سویزرلېنډي بانکي اکونټ څخه یواځې او یواځې دېرش، دېرش ملېلیونه ډالره (چې دا کچه له هغو څخه چې ستا زامن یې په نومړو بانکونو کې لري ۵٪ پینځه سلنه هم نه جوړوي) هم ددې لپاره راوباسی چې د دعوت په نامه د هغه پوهنتون یاد بیا تازه کړې چې د الهجرة و الجهاد په نامه فامیلیو کې مو جوړ کړې وو، نو زه په زغرده ویلای شم چې بیا به مو دېته هېڅ اړتیا نه وي چې له سعودي، د ایران له تقارب بین المذاهب الاسلامي ټولنې، کویټ، د امریکا، برتانیا، ستا هم نومه اېساف ځواکونو او ناټو څخه چندې ته اړ شې، ځکه ماشاءالله ښه ډېر زامن او لوڼې لرئ، چې د هر یو له هغې دېرش، دېرش مېلیونه ډالره د دعوت پوهنتون اکونټ لپاره راشي، نو باوري یم چې په دوه سوه مېلیونه به دا پوهنتون له اکسفورډ او اېم آي ټي پوهنتونه څه کم نه وي. پدې کار سره به مو د پوهنتون لپاره ښه ښکلې ودانۍ جوړې شي، ښه ښوونیز نصاب به راوړئ، له بهرنیو هېوادو به مېلمه ښوواند راولئ، چې پدې توګه به مو د پوهنتون نوم نور هم ښه شي، زده کوونکي به مو له اته سوه څخه اته زره او زرګونو ته لوړ شي. همدا شل دېرش ملېلیونه ډالر به مو په کال کې بېرته را ووځي. زه باوري یم چې زامن به مو پدې کچه پور د لنډې مودې لپاره درکړي او پرې به مو نه ږدی چې ستاسې دا خوب د رښتیا جامه په تن نکړي.
په وروستیو شېبو کې خپل ع.قانع صېب نه د زړه له تله دا هیله کوم چې که ښه یې نشو یادولای نو باید خپل سپي ترې کورې کړو، ځکه موزي له کوره چې دومره خیرات هم راوځي، نو د سر په سترګو یې منل په کار دي.
څښتن تعالی دې پاپ صېب ته نوره هم وس ورکړي چې خپلې ژبې، خپل ملت او خپل دعوت ته خدمت وکړي، او پدې توګه د خپل راتلونکي لپاره یوه ښه توخه برابره کړي، کنه هسې خو یې هم بېړۍ په ډوبېدو ده، امریکایان هم په ماتېدو دي، برتانویان هم په منډه، اېساف هم نومه خو یې لا په نقشه کې نه ښکاري، او ناټو خو هره ورځ په ټوپو ده چې کله به له دلدله خپې سپکوو.
هسې خو د سیاف صېب د ژوندی پاتې کېدو هېڅ لامل او دلیل نشي پیدا کېدای، مګر که په همدې پوهنتون کې یې په رښتیا خدمت وکړو، نو بیا شونې ده چې طالب ماما او هم یې حزبیان له راکټ او چړې خلاص کړي... نو ښه همدا ده چې ښوونیزو چارو ته مو ملا په صداقت او ريښتینولۍ وتړئ او افغان زورېدلي ملت ته یو څه وړاندې کړئ.
د پاړسیوانانو خبره چې: خدا لک بخش است، تاسې همدا یو ښه وکړئ، نور مو نو الله د تېرو ګناهونو بښاند شه.
په عزاییل مو سپارم
ښې شېبې
سپینتمان افغان