
روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، په یو اوسپنیز کوتي کې د چاکلېټ ۹ داسې ټوټې موندل شوې دي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د یوه پوځي څخه نه خوړلي پاتي وو.
هغه برتانیایي ځواکونو چې په فرانسه کې یې دنده سرته رسوله، د چاکلېټو دا کوتی موندلی دی.
د تصویرونوله مخې، له دې چاکلېټو یوازې یوه ټوټه خوړل شوې او ۹ ټوټې پاتې دي. چې در ې ورځې وړاندې د قیمتي توکو یو لیلام کې وپلورل شول.
د ایډیزونز په نوم د يو شرکت مشر پاول کوپر وویل: دغه یو بريالی کوتی دی، خو په منځ کې یې د چاکلېټ موندل د ښېښندۍ خبره ده.
دی زیاتوي چې د پرېنسس ماري ډوله سیګرټو یو کوتی هم پکې دی، چې ټوله منځپانګه یې لا هم موجوده ده او یوازې درې سیګرټ په کې کم دي.