چين ته د امريکا خبرداری: مونږ ښې اړيکې غواړو، ګنې سخته مقابله هم کولی شو

روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جنرال جېمز ماټېس چين ته خبرداری ورکړی، چې واشنګټن هڅه کوي، چې له بېجینګ سره ښې اړيکې ولري، خو د ضرورت په وخت کې امريکا د سختې مقابلې وړتيا هم لري.

د چين چارواکو څه وخت وړاندې ويلي وو، چې چين حق لري ترڅو د خپلې سيمې (وچې او اوبو) هر ځای ته وسلې او پوځ ولېږي.

پورته څرګندونې د چين د پوځ يو لوړپوړي مشر (هي لي) په سېنګاپور کې د تېرې نۍ په ورځ کړې وي، چې د امريکا توند غبرون يې راپورته کړ.

هي لي زياته کړي، "تر هغه ځايه چې سيمه او خاوره پر مونږ پورې تړلې وي، نو خپل پوځيان او وسلې به ځای پر ځای کړو. دا زمونږ کورنۍ چارې دي او نه غواړو څوګ په کې لاس وهنه وکړي."

ماټيس وايي، چې د چين، جاپان، شمالي او سويلي کورياګانو په شول؛ امريکا په دغه سيمه کې ښې اړيکې غواړي، خو په عينې وخت کې به اجازه ورنه کړي، چې ځيني هېوادونه د نورو د تهديد په موخه په پوځي چارو لاس پوري کړي.

له دې وړاندې د امريکا او چين ترمنځ په سوداګرۍ کې هم اړيکې کړکېچنې شوې وې او ولسمشر ټرمپ له چين څخه امريکا ته په وړنکو توکو څو سلنه مالي تعرفې لوړې کړې وې.