دېوال ( لنډه کیسه)

دواړه لاسونه یې سره یو بل کې وپېیل، دېوال ته یې تکیه وکړه، ورمېږ یې یوې خواته لږ کوږ کړ، د مرسل په لاسونو کې کمره کې یې سترګې وګنډلې:

- ځه! ته یې دا رقم واخله
مرسل د کمرې په تڼۍ ګوته تخته کړه، دی ور روان شو، زیاته یې کړه:

- څنګه راغلی؟!
مرسل تصویر ور وښود، خوښ یې نشو، بېرته ولاړو، د دېوال له څنګ سره ودرېدو، یوه پښه یې قات کړه، دېوال ته یې ولي ولګول، چپ لاس یې تر زنه لاندې ونیو، مرسل سر وخوځولو، کړل یې:

- تر اوسه دې د کور په دیوال هم داسې پښه اېښې؟!
ده وخندل، له دېوال څخه یې پښه لرې کړه، مرسل دې دېوال په سپین رنګ کې د بوټ چاپ ته کتل.
(پای)