عبدالفتاح السیسي د دويم ځل لپاره د مصر ولسمشر وټاکل شو

روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د مصر د پخواني ولسمشر محمدمرسي پر ضد کودتاه کوونکی عبدالفتاح السیسي د دويم ځل لپاره د ۹۷ سلنه رايو په اخېستلو سره د مصر د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د مصر د يادو ولسمشريزو ټاکنو لپاره اوسني ولسمشر عبدالفتاح السيسي د مصر د الغد (سبا) په نوم د سياسي ګوند له مشر موسی‌مصطفی موسی سره سيالي کوله، چې السيسي د غوڅ اکثريت په اخېستلو سره ټاکنې وګټلې.

د ټاکنو د پايلو له اعلان وروسته عبدالفتاح السیسي د ياد هېواد په ولسي جرګه کې د لوړې مراسم پرځای کړل، چې د مصر سياسي ډلو او په ګڼ شمېر دولتي کسانو په کې برخه درلودله.

عبدالفتاح السیسي ۶۳ کاله عمر لري، چې په ۲۰۱۳ زکال کې يې د مصر د واکمن محمدمرسي پر وړاندې پوځي ګودتا وکړه او نوموړی يې له واک نسکور کړ.