پاکستاني پوځيانو دوه هندي سرتيري ووژل

روهي (يوه نۍ/۱۳ د غبرګولي)، د هندوستاني رسنیو د راپور له مخې نن سهار د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښته کې پاکستاني پوځيانو دوه هندي سرتيري وژلي دي.

نښته نن سهار وختي د جمو کشمير په (پرګوال اخنور) سيمه کې پيل شوه. دواړو خواو پر يو بل ډزې کړي، چې په پايله کې يې ۲ هندي سرتيري وژل شوي دي، خو پاکستانيانو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

بيا له بلې خوا په سيمه کې د هندوستان د پولو ځواکونو يو قومندان د نښتې پخلی کوي او زياتوي چې يوازې دوه سرتيري يې سخت ټپيان شوي دي، چې اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

هندي پوځي چارواکي وايي، چې ډزې لومړي د پاکستان له خوا شوي او په دې سره پاکستان هغه اوربند مات کړ چې تېره اونۍ يې يو ځل بيا سره تازه کړی وو.

په جمو کشمير سيمه کې له لسګونو کالونو د پاکستان او هندوستان ترمنځ شخړې رامنځ ته کيږي، چې ډېری وخت د سرتيرو د مرګ - ژوبلې سربېره؛ د سيمې خلکو ته هم په کې درنده ځاني او مالي تلفات رسيږي.