طالبان، مسکو او تهران، خطرناک مثلث

کابو نولس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو له څلورو خواوو په فراه ښار ډله ییز بریدونه وکړل چې تر سهاره یې دوام درلود. هغه مهال کورنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې له امنیتي ځواکونو سره په دې اوږده نښته کې ۳۰۰ وسلوال طالبان وژل شوي وه.

یاد بريد په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه درلودل، له دې بريد سره سم له وسله والو طالبانو څخه د ايران د ملاتړ خبرونه يو ځل بيا راپورته شول. د امریکا د دفاع وزارت وايی دا امکان له سترگو نشي غورځولی چې د فراه پر ښار باندې د طالبانو په برید کې ایران د طالبانو ملاتړ کړی دی.

له دې وړاندې په خپله په افغانستان کې د ايران سفير هم منلې وه چې هيواد يې له طالبانو سره په اړيکه کې دی.
بل لور ته روسيه هم په روانه لوبه کې چوپ نه ده پاتې او وخت ناوخت يې له وسله والو طالبانو څخه د ملاتړ خبرونه ورکول کيږي. څو مياشتې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت رييس ښاغلي معصوم ستانکزي ويلي و چې ایران او روسیه له طالبانو سره مرسته کوي. اوس په وروستيو کې امریکا هم پر روسيې تور لګوي چې د طالبانو په ملاتړ کولو سره د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه کوي. جګپوړي امريکايې چارواکو په بار بار ويلي چې مسکو په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته ان وسلې هم ورکوي. خو روسيه او طالبان بيا دغه تورونه ردوي. روسيه نه يواځې د افغان او امريکا يې چارواکو ادعاوې ردوي؛ بلکې برعکس ګواښ کوي چې که له طالبانو سره امریکا مخامخ خبرې ونه کړي؛ نو کلونه کلونه به په افغانستان کې وينه تويدنه دوام ولري.

همدا څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړې استازي ضمير کابلوف په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې، امریکا دوه انتخابه لري يا به له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او یا به په یوه خونړۍ جګړه کې داخلېږي. هغه دا هم ویلي چې امریکا دې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو پر ایستلو فکر وکړي، په رښتینې توګه دې د روانې جګړې د پای لپاره اقدامات وکړي او هڅه دې وکړي چې دغه جګړه له طالبانو سره د مخامخ خبرو له لارې ختمه کړي.

روسيه او ايران په سيمه کې د امريکا ستر رقيبان دي چې وخت ناوخت یو و بل ته ګواښونه کوي. ايران او روسيه دواړه په افغانستان کې کابو يو هدف لري ځکه سيال لوری يې يو دی؛ خو بيا هم له وسله والو طالبانو څخه د روسيې او ايران ملاتړ بېلابېلې موخې لري.

ايران او طالبان
ايران د دوه موخو لپاره له طالبانو ملاتړ کوي.
لومړی: د افغانستان په اوبو کنټرول، په وروستیو کلونو کې د ایران ختیځې او د افغانستان لویدیځې سیمې د وچکالۍ له سختو ستونزو سره مخامخ شوي، هغه وچکالۍ چې خلک یې د خپلو سیمو پریښودلو ته اړ کړي دي. دغو وچکاليو ايراني چارواکي مجبور کړي چې په افغانستان کې د اوبو بندونو له جوړولو سره مخالفت وکړي. څه موده وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي و چې په افغانستان کې د کجکي، کمال خان، سلما او نورو بندونو د جوړېدلو په هکله چوپ پاتېکدلی نه شو؛ ځکه دغه بندونه پر خراسان او سیستان بلوچستان ولایتونو اغېز کوي. اوس ايران د دې لپاره چې افغان حکومت بوخت وساتي څو پر سيندونو بندونه جوړ نه کړي او په ايران اوبه بندې نه شي؛ نو له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي څو هغه سيمې ناامنه کړي چيرته چې د اوبو بندونه موجود دي.

دويم: په افغانستان کې د داعش پراخيدونکی حضور، دلته په افغانستان کې د داعش سخت دريځې ډلې د څانګو موجوديت د دې لامل شوی چې ايران د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي. داعش هغه تروريستې ډله ده چې اهل تشيع سره کاملاً مخالفت لري او په کابل کې يې هم په شيعه مذهبو اوسيدونکو خونړي بريدونه ترسره کړي دي. دا چې ايران اکثريت شعيه مذهبه هيواد دی؛ نو په افغانستان کې د داعش له حضوره اندېښنه لري، په همدې خاطر له سني مذهبه تروريستي ډلې (طالبانو) ملاتړ کوي.

مسکو او طالبان

مسکو هم دوه لويې موخي چې د طالبانو ملاتړ کوي.
لومړی: په افغانستان کې د امريکا حضور ننګول، روسیې، چين، پاکستان او ایران په سیمه هغه هيوادونه دي چې ټول د امريکا په خلاف يوه خوله دي. دوی ټول په افغانستان کې د امريکا حضور د ځان لپاره خطر بولي. روسيه او ايران فکر کوي چې په افغانستان کې داعش تروريستي ډله د امريکا لخوا د دوی د ځپلو لپاره جوړه شوې ده؛ نو د دې لپاره چې دوی هم ورته په يوې تروريسټې ډلې نفوذ ولري؛ د طالبانو ملاتړ کوي.

دويم: امريکا ته خپل زور ښودل، د افغانستان لپاره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنګي ستراتيژي اعلان کړې او ډيری تاکيد په دې کوي چې د افغانستان جګړه له پوځې لارې وګټي؛ خو په مقابل کې يې بيا د دې لپاره چې په افغانستان کې د امريکا ياده ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ کړي او تر څنګ يې امریکا ته روسيه خپل زور وښيې هڅه کوي په طالبانو بشپړ کنټرول ولري. امريکا ته د روسيې د زور ښودلو ښه بېلګه د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازې ضمير کابلوف څرګندونې يادولی شو چې ويلي دي امریکا دوه انتخابه لري يا به له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او یا به په یوه خونړۍ جګړه کې داخلېږي. روسيه په دغه ډول اخطاريه خبرو سره غواړي امریکا ته وښيې چې که تاسې د جنګې لارې په افغانستان کې کاميابي غواړئ او د طالبانو د ماتولو کوشش کوئ؛ نو مونږ هم د طالبانو ملاتړ کولی شو چې ستاسې پاليسې پرې ناکامه کړو.

نتيجه
په ټوله کې ويلای شو چې جګړه دلته پردۍ ده، استخباراتي او د نورو د ګټو جګړه ده، طالب او داعش يواځې وسيلې دي چې لوی قدرتونه ترې استفاده کوي او د ځان په ګټه يې هر ډول ته ګډوي. يواځې بدبختي د افغانانو ده چې په جګړه کې هره ورځ هم دې غاړه او هم مخالف لوري کې وژل کيږي؛ نو که دې جګړې په بدیل فکر ونه شي او د سولې لار ونه ټاکل شي نو لیرې نه ده چې بدبختي به ورځ تر بلې زیاتېږي او زیان به یې نور هم پر دې بې وسه ولس پر غاړه ورتاوېږي.