
اي د ننګرهار د باغ بلبله نارې وهه ته
ورونو راځۍ وطن ته خپله نارې وهه ته
چغي په زوره زوره ووه، چې يې خلک واوري
د پلار مسکن جوړوۍ کله نارې وهه ته
چې وطن وران وي، کور دې وران دې پدې ښه پوه شه
د بل نوکر جوړېږې څله نارې وهه ته
مرغان په ونو کې بچو ته يوه ځاله جوړوي
ته روغه ځاله ورانوې څله نارې وهه ته
چې بل ته يې وايي خپله يې نه اورې په غوږنو کوڼ شي
مومنده! خپله راځې کله نارې وهه ته